اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ش??قت محمود سره د جاپان د نړيوالې مرستې ادارې “جائيكا” پلاوي د ادارې نائب صدر ډاكټر ټوډا ټاكاٶ په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال خپلو ??برو كښې د تعليم وزير ش??قت محمود ووئيل پاکستان او جاپان زړې او قوي اړيكې لري٬ جائيكا پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې كار كوي٬ خو پاكستان كښې د تعليم په مېدان كښې د جائيكا كردار د ستائنې وړ دے۔ د?? ووئيل د شرح خواندګۍ ټيټه كچه زياتول او د سكول نه بهر ماشومان سكولونو كښې د داخلولو پروګرام په ګبرد هېواد كښې پېل كوٶ۔ ش??قت محمود ووئيل د استاذانو كمې او سكولونو ته د رسېدو مسئله حل كولو لپاره به ټېكنالوجي كاروٶ۔ د?? ووئيل د ټولو ??وبو په مرسته به يو نظام او نصاب وړاندې كوٶ۔ د?? ووئيل د تعليم معيار لوړولو ??و د سكول څخ?? د پېشه وره تربيې تعليم پېل كوٶ۔ په دې موقع د جائيكا نائب صدر ډاكټر ډوډا ټاكاٶ ووئيل د اوږدې مودې راهسې جائيكا پاكستان كښې د تعليم او په نورو څانګو كښې جائيكا خپل خدمات ترسره كوي۔ د?? ووئيل مونږ پاكستان كښې د جائيكا د جاري تعليمي پروګامونو به مجموعي جاج اخلو۔ د?? ووئيل د خواندګۍ شرح زياتول او په سكولونو كښې د ټېكنالوجۍ كارولو پحقله د جائيكا پوهان خپله ممكنه مرسته وركولې شي۔