اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي و??يل?? دي د 90 فيصده رنځونو سوب د غاښونو ناپاكوالې دے ٬ حضرت محمدۖ به هم د مسواك كولو تاكيد كولو او په دې لړ كښې يو شمير احاديث هم موج??د دي ٬ په سنت عمل او د پاكۍ اهتمام س??ه به غاښونه ښه وي او بايد هره ورځ دوه ځله برش وكړې شي ۔ د شورو په ورځ د خلې او غاښونو نړيوالې ورځ په موقع خپل وېډيو پېغام كښې اولس مشر ووئيل د غاښونو رنځ پحقله زه باور لرم چې 90 فيصده رنځونه د غاښونو صفائۍ نه كولو له امله رامخې ته كېږي٬ دوه رنځونه ډېر زيات دي يو د اوورؤ نه وينه تلل او د غاښونو خوځېدل او بل رنځ په غاښونو كښې چينجي كېدل٬ ده ووئېل كه برش او د غاښونو صفائي وكړې شي نو د دې دواړو رنځونو لاره نيولې كېدې شي۔ اولس مشر ووئيل حضرتۖ چې به چا سره ملاقات له تللو نو اودس به ئې كولو او سهار پاڅېدو س??ه به ئې مسواك كولو او هم دا د غاښونو د خيال ساتلو بهترين مثال دے۔ اولس مشر ووئيل شلم مارچ د خلې او غاښونو د صحت ورځ ده۔ ده ووئيل په سنت عمل كولو سره د غاښونو د رنځونو څخه بچ كېدې شوو او ورس??ه به غاښونه هم صحت مند وي