اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي)د پېټروليم وفاقي وزير غلام س??ور خان وئېلي دي د هند ناپوهي د منطقې امن له خطر ثابتېدې شي٬پلوامه بريد كښې د پاكستان ككړولو ډرامه د هند د رياستي نااهلۍ د پټولو هڅه ده۔د نړۍ كوم هم طاقت د پاكستان پھ پرمختګ كښې د خنډانو راولاړولو هڅه نه شي كولې۔جاري شوي بيان كښې ده ووئيل پاكستان يو امن ناكه هېواد دے او مونږ د پاكستان پشمول ټوله س??مه كښې امن لپار?? ګڼې قرباڼۍ وركړي٬د كومې چې ټوله نړۍ اعتراف كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ بش??ړ كردار ترسره كړې۔ وفاقې وزير وئيل تاريخ ګواه دے چې پاكستان تل له د ګاونډيانو د سلامتيا او خپلواكۍ احترام كړې۔ده ووئيل د بې ګناه كشميريانو قتل او بشري حقونو ته زيان رسولو سره هند دا ثابته كړې چې هغه يو غېر ذمه وار رياست دے۔ده ووئيل اوس وخت راغلې چې ملګري ملتونه د 70 كلونو راهسې د كشمير مسئلې حل كولو له عملي ګامونه پورته كړي