اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) وز??را??ظم عمران خان د نهې په ورځ ماښام پېنډۍ كښې د بې نظير بهټو شهيد روغتون ناڅاپي دوره كړې۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صحت وفاقي وزير عامر كياني٬ د وزيراعظم خاص مرستيال اف??خار دراني او سناتور فېصل جاوېد هم وزيراعظم سره وو۔ په دې موقع وفاقي وزير په روغتون كښې د رنځوانو ته د ترلاسه آسانيو په اړه وزيراعظم ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وز??را??ظم په روغتون كښې د صحت آسانيو٬ اولس ته د وركولې كېدونكي درملنې د معيار او د روغتون د صفائۍ او د داروګانو د صورتحال جاج هم واخستو۔ په دې موقع وز??را??ظم د زچه بچه وارډ پشمول د روغتون د بېلا ??ېلو څانګو هم دوره وكړه ۔ وزيراعظم په روغتون كښې د بستر رنځوانو تپوس پوښتنه كولو سره د درملنۍ ?? اسانيو په اړه هم معلومات ترلاسه كړل۔ وز??را??ظم په روغتون كښې د رنځورانو خپلوانو سره هم خبرې اترې وكړې۔ وزيراعظم روغتون ته د جديد آلاتو وركولو ٬ په آسانيو كښې اضافې او د رنځونو تشخيص ٬ درملنې او آئي سي يو څانګې ته د لا ??سانيو وركولو هم سپارښتنه وكړه