اسلام آباد ۔ 10 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد سنجراني سره د بلوچستان سپيكر عبد القدوس بزنجو ملاقات وكړو او ده سره ئې د اداره جاتي مرستې په شمول په مهمو سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري كړې شو?? بيان ترمخه د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېنېټ ټول عمري د صو??و په فعاله ډول نمائندګي كړې ده او د صو??و ترمينځھ رابطه كارۍ له ئې ګامونه پورته كړې دي۔ ده ووئيل د صو??و او وفاق ترمينځھ د رابطه كارۍ لا فعاله جوړولو ته اړتيا ده په دې لړ كښې به ايوان خپل كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل صو??ائی خودمختارۍ سره د اړوندو چارو اهميت سېنېټ كښې لا زيات شوې دې او اوس وخت راغلې دې چې روايتي سوچ ترك كولو سره پرمختيائي عمل مخ په وړاندې روان كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېنېټ كښې د بلوچستان په اړه تل مثبت بحث رامخې ته شوې دې۔ وفاقی حکومت ټول عمري د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ ته اهميت وركړې دې ولې چې د پاكستان ?? پرمختګ دروازه د بلوچستان پلو پرانستلې شي۔ ده ووئيل سياسي مشرتابه له به سوچ سره پرېكړې كول وي دغسې چې هغو قوتونو ته ماتې وركړې شي كومې چې ?? پرمختګ په لاره كښې خنډان ودرول غواړي۔ د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالقدوس بزنجو دسېنېټ چیئرمېن خيالاتو سره اتفاق كولو سره ووئيل د سېنېټ او بلوچستان صو??ائي اسمبلۍ ترمينځه اداره جاتي مرسته به لا ښه كولې شي دغسې چې د رابطه کارۍ عمل تندولو سره ?? پرمختګ عمل لا پياوړې كړې شي۔ ملاقات كښې سېنېټ كښې د ايوان مشر سناتور شبلي فراز سره سره سناتور احمد خان او سجاد حسېن طوري هم موجود وو