اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د پاکستان تحریك انصاف د قامي اسمبلۍ غړو ته امر كړې چې اولس ته پېښي مسئلو رامخې ته كولو او په سمدستي توګه هوارې لپ??ره په خپلو اړوندو سيمو كښې اولس سره پرله پسې تماس ساتۍ۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ لاهور او ساهيوال ډويژن سره تعلق لرونكو د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړو سره وزيراعظم آفس كښې د ملاقات په مهال كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير شقت محمود، د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال نعیم الحق او د پي ټي آئي عمومي سېكتر ارشد داد هم موجود ٶ۔ د قامي اسمبلۍ غړو وزیراعظم ته د خارجه پاليسۍ په افق په ترلاسه شوو كاميابو او د هېواد معاشي استحكام او اقتصادي پرمختګ لپ??ره په هلو ځلو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ غړو د اق??يت?? ورورولۍ او د ??ې وسه طبقې پحقله د وزیراعظم د اقداماتو په خاص توګه د كرتارپور راهدارۍ د بنياد تيګې اېښودو٬ د بې كوره كسانو لپ??ره د سر سېوري په جوړولو خبرو كښې ووئيل دې اقداماتو سره وزيراعظم د اق??يت?? ټولنې او د محرومه طبقو زړونه ګټلي دي۔ د ملاقات په مهال د ګوند په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پارلماني غړو وزيراعظم خپلو اړوندو سيمو كښې اولس ته د برېښنا ګاز ٬ صحت عامه او د تعليم پحقله د پېښو مسئلو نه خبر كړو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل د غړو په سيمو كښې د اولسي مسئلو هواري لپ??ره به د غړو په مشاورت مسئلې په ترجيحي بنيادونو ممكن كولې شي۔ وزيراعظم د قامي اسمبلۍ غړو ته امر كړې چې د اولس مسئلې رامخې ته كولو او په سمدستي توګه هوارولو لپ??ره په خپلو سيمو كښې اولس سره پرله پسې تماس ساتۍ۔ په پارلماني غړو كښې اعجاز احمد شاہ، راحت امان اللہ بھټي، ملك کرامت علی کھوکھر، سردارطالب حسن نکئۍ، ??الیه حمزہ ملك، صوبیه کمال خان، ډاکټر نوشین حامد، روبینه جمیل، رخسانے نوید، شونیله رتھ او رائے محمد مرتضیٰ اقبال شامل و