اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پ?? پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر ??حم??د عباسي سره د تركيې د دفاع نائب وزير محسن ديري ملاقات كړے دے۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه دفاعي مرستې په زياتولو خبرې شوې دي۔ په دې وروستيو كښې په پاك بحريه كښې شامل فلېټ ټېنكر پي اېن اېس معاون د دې همكارۍ يو غوره مثال دے۔ د پاك بحريه وياند له مخې د شورو ??ه ورځ د تركيې د دفاع نائب وزير محسن ديري د نيول هېډكوارټرز اسلام آباد دوره وكړه چرته ??ې هغه د پاك بحريه مشر سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر ??حم??د عباسي په سيمه ايز امن او استحكام كښې د پاك بحريه په كردار رڼا واچوله۔ د تركيې د دفاع وزير په سيمه ايز بحري امن كښې د پاك بحريه هڅې وستائيلې