اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري وئېلي دي حكومت په وړومبنو 9 ورځو كښې تاريخي كارونه كړې ٬ اپوزېشن د صدارتي ټ??كن?? په اړه ښه كردار ترسره كړې٬د اقتدار د انتقال د مهم پړاؤ په ترسره كېدو پاكستاني اولس له مباركي وركوم٬د وزيراعظم هاؤس د اربونو روپو ګاډي خرڅولې شي٬وزيراعظم د خپل ځان لپاره د وړوكي كور انتخاب كړې٬په اقتص??دي مشاورتي كمېټۍ كښې لويې لويې خلق شامل كړی شوي٬كومه اقتص??دي ډله چې جوړه كړې شوې په دې كښې راتلونكې نوبل انعام لپاره نومولې شوي كسان شامل دي٬په رياستي مېډيا مو سينسرشپ ختم كړې٬د پلانټ فار پاكستان كمپائن له مخې په يوه ورځ كښې 15 لكه بوټي نال كړې شوي ۔د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو او اے پي پي سره په خاص خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ډاكټر عارف علوي د عمران خان هغه وخت ملګرت??ا كړې وه كله چې تحريك انصاف يو وړوكې شان ګو??د و٬هغه نظريې سره ثابت قدم پاتې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د بدلون د سفر مهم پړاؤ د ډاګټر عارف علوي په مشرۍ كښې روان دې٬نن ماحول ډېر ښه و٬دا وئېل سم نه دي چې د اپوزېشن اتحاد تحريك انصاف ته ګټھ رسولو لپاره مات شوې دا منفي سوچ دے۔وفاقي وزير ووئيل د واكمن ګو??د او اپوزېشن پشمول دريو واړو ګو??دونو انتخابي كمپائن چلولې۔فواد چوهدري ووئيل د عمران خان په ډله كښې هغه خلك شامل دي چې ورسره به معلومه شي چې په دوي كښې څومره زور دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په حكومت تنقيد كول د مېډيا حق دے٬كه مېډيا تنقيد ونه كړي نو څوك به يې كوي۔وفاقي د اطلاعات وزير ووئيل پريكړه اولس ته كول دي چې حكومت كار كوي يا مېډيا يوازې تنقيد خپروي۔ده ووئيل حكومت به خپل كار روان ساتي٬مېډ??ا كه مثبت تنقيد كولو نو مونږ به يې هركلے كوو۔له بلې خوا پي ټي وي سره په خبرو كښې د صدارتي كانديد په اړه د پيپلز ګو??د لارښود سيد خورشيد شاه بيان په اړه د اطلاعات وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د وزيراعظم د ټاكنې په موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سياسي ګو??دونو سره د ايجنډې جوړولو پريكړه كړې وه نو د پيپلز ګو??د لارښود خورشيد شاه له هم ورغلې ؤ او هغه وخت تحريك انصاف او نورو سياسي ګو??دونو د اولس مشرۍ ټاكنې لپاره كوم كانديد نه ؤ وړاندې كړې٬ ده ووئېل خورشيد شاه ته مو وئېلي وو چې اولس مشرۍ لپاره متفقه كانديد راوستل كېدې شي خو چې كومه خبره سيد خورشيد شاه اوس كوي زه پرې پوهه نه شوم۔فواد چوهدري ووئيل هغه وخت ټي وي چينلو د ده كورېج نه كولو كېدې شي ځكه ده دا خبره كړې وي۔وفاقي وزير ووئيل د اولس مشرۍ په ټ??كن?? كښې برخه اخستل د هر يو سياسي ګو??د حق دے خو مېډيا په دې خبره بيا بيا اسرار كولو چې بايد اپوزېشن ګو??دونو يو كانديد راوستې ؤ