پینډۍ 19 ??ول??ئی (اے پی پی)د احتساب عدالت څخه په ايون فيلډ ريفرنس كښ?? سزا شوي پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف او مريم ??واز سره د هغوې كورنۍ او د مسلم ليګ(ن)لارښودو د زيارت په ورځ په اډياله زندان كښ?? ملاقاتونه كړي دي ۔نواز شريف٬مريم ??واز او كېپټن(ر)صفدر سره ملاقات كوونكو كښ?? سلمان شهباز٬نصرت شهباز٬جنيد صفدر د سندھ ګورنر زبير عمر٬ سناتور راجه ظفرالحق٬مريم اورنګزېب٬خرم دستګير٬آصف كرماني٬جاوېد هاشمي٬اياز صادق٬پروېز شريد شامل وو۔د زندان انتظامې ميا محمد نوا زشريف٬مريم او كېپټن(ر)صفدر سره د ملاقات لپاره د زيارت په ورځ مختص كړی وه او په دې اړه د زندان چارواكو نواز شريف سره ملاقات لپاره حتمي فهرست مرتب كړې وو۔د فهرست له مخې جنيد صفدر پشمول د شريفې كورنۍ 17 كسان ملاقات لپاره زندان ته راغلې او 23 ليګي لارښودو كښ?? د نورو نه علاوه آصف كرماني٬جاوېد هاشمي٬پروېز رشيد٬پخوانې سپيكر سردار اياز ص??دق نامې هم شاملې وې۔د مسلم ليګ(ن)لارښودو سره 11 د ن ليګ وكيلان هم ملاقات لپاره اډياله زندان ته رسېدلي۔په دې موقع د زندان دننه او باهر سخت انتظامات شوي وو۔د نواز شريف درملنه كونكې ډاكټر عدنان هم په اډياله زندان كښ?? د هغه سره ملاقات كړے دے