اسلام آباد 05 جولائی (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د قامي ژب?? نه ځانله د حقيقي تعليم او پرمختګ تصور هم كېد?? نه شي۔ دا د تعليم ذريعه جوړول?? سره د پرمختګ كوټلې بنياد اېښودلې كېدې شي۔ اردو ژبه مونږ لپاره د وياړ وړ ورثه ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه اولس مشر تېره ورځ د وفاقي اردو پوهنتون د اسلام آباد كېمپس بنياد تيګه اېښودلو په مهال خپل خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د زده كړو لنډ مهاله وفاقي وزير محمد ??وس?? شیخ او لنډ مهاله شېخ الجامعه ډاكټر الطاف حسېن هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان په ډول وفاقي اردو پوهنتون هم يو خوب دے۔ د پاكستان جوړېدو مقصد د نيمې اوچې مسلمانانو د عقيدې ٬ تهذيبي او كلتوري اقدارو او د اقتصادي ګټو ساتنه وه او د اردو پوهنتون خوب ځكه وليدلې شو چې د دې هېواد اولس او په خاص توګه نوې كول د اغيارو د ژبې جبر څخه آزادي ترلاسه كول?? سره د علم او حكمت په هره څانګه كښې د پرمختګ پړاؤنو څخه داسې تېر شي لكه څنګه چې د چين ٬ جاپان او تركيه په شمول د نړۍ نورو هېوادونو قامي ژبې ته وده وركول?? سره په خپلو قامونو د پرمختګ دروازې پرانستلې دي۔ اولس مشر ووئيل د نوې كول په غوره تعليم او تربيه كښې خوښي لرونكي د هېواد مخير شخصيات دې خپل كردار ت??سر?? كړي ولې چې داسې يو شمېر حاجتونه وي د كومو ت??سر?? كولو كښې چې ټولنې له د حكومت مرسته كول وي۔ اولس مشر ووئيل د اردو پوهنتون جوړېدو څخه وروستو دا هيله پېدا شوې چې د اردو عظيم الشانه علمي پنګه به نه يوازې بند الماريو څخه بهر راوتل?? سره زمونږ د كوچنيانو د علمي تندې ماتولو وسيله وګرځي بلكې په دې مهال د علم او حكمت په بېلو څانګو كښې د شوې څېړنې او پرمختګ ترمخه په دې كښې ضروري بدلونونه او اضافې او د ژوندو قامونو د رواياتو ترمخه به دې پنګه كښې لا پراختيا هم وكړې شي۔ ولې د اردو پوهنتون جوړېدو څخه وروستو دې معاملې پلو پام ونكړې شو۔ حال دا چې ددې ادارې دا تر ټولو لومړۍ ذمه واري وه چې هغه دې پلو زيات پام ګرځولې وې۔ اولس مشر ددې خوښۍ څرګندونه وكړه چې اردو څانګه به د كراچۍ پوهنتون ابلاغ عامه سره په ګډه د علمي پنګې اردو ته راړولو كښې خپل كردار ت??سر?? كړي۔ ده استاذانو ته هدايت وكړو چې ډلې ډلې كېدو څخه ځ??ن وساتي ولې چې دوئي ټولنې له يوه نمونه دي۔ ده زده كوؤنكو ته هدايت وكړو چې ځان د لساني او نسلي تعصب څخه وساتي او زده كړو ته پام وګرځوي۔ اولس مشر هيله ولرله چې د اردو پوهنتون اسلام آباد كېمپس جوړېدو منصوبه به خپل ټاكلي وخت كښې پايې ته ورسي او دا كېمپس به خپلې تعليمي چارې ت??سر?? كول پېل كړي