كھټمنډو 06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي ??اك??تان او نیپال خپلو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو او دا په بيلو څانګو كښې په فعاله شراكت دارۍ د بدلولو زيات صلاحیت لري، ??اك??تان نیپال له زيات اهمیت وركولو سره د دواړه حكومتونو او اولس په كچه رابطو ته وده وركول غواړي۔ ده دا خبره د نیپال اولس مشر بدھیادیوی بھنډاری سره د نهې په ورځ خپلو خبرو كښې وكړه۔ دا ملاقات مهاراج ګنج كښې د نیپال سركاری صدارتی محل’’شیتل نواس‘‘ كښې شوې چې پكښې سارك له د سيمه ايز?? سوكالۍ لپاره د مهم پلیټ فارم په توګه وده وركولو، د كشمير مسئلې ، په سی پیك پیشرفت ، معېشت، سیلګرۍ او كلتور پشمول په بيلو څانګو كښې د مرستې په تګلاره هم خبرې شوې۔ وزیراعظم اولس مشر بدھیا دیوی له هېواد كښې د جمهوری عمل كامیابۍ سره په بشړولو مباركي وركولو سره ووئيل د اقتدار په ښه ډول منتقل كول به سیاسی استحكام او پرمختګ پلو يو قدم ثابت شي۔ ده دا پیشرفت د جمهوریت، سیاسی استحكام او اقتصادی پرمختګ پلو د نیپال پیشقدمۍ كښې يو لويه كاميابي وګرځوله۔ وزیراعظم اقتصادی اړيكې او دوه اړخيزه تجارت زياتولو په حاجت زور راوړو كوم چې 2016-17 ء كښې 5.78 ملیونه ډالره ؤ۔ده ووئيل ??اك??تان تل د نیپال خپلو ملګرو سره ولاړ دے او مونږ د نیپال لپاره تعلیمی او بشري همدردۍ له لوظي يو۔ وزیراعظم اولس مشر بدھیا له د ??اك??تان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ دواړه لارښودو په ن??يوال فورمز د يو بل په مرسته كولو د اطمینان څرګندونه وكړه۔اولس مشر بدھیا دیوی اونيو كښې د ??اك??تان اقتصادی پرمختګ ستائلو سره ووئيل هېواد كښې مثالی پرمختګ د ستائنې وړ دے۔ ملاقات كښې د نیپال سینئر چارواكي او نیپال كښې د ??اك??تان سفی?? مظهر جاوید هم موجود وؤ۔