هري پور 20 جنوري (اے پي پي)پخ??ان?? وزيراعظم محمد ??وا?? شريف وئېلي دي يو بل ته كنځلې كوونكي د مسلم ليګ(ن)په ضد يوځاې شوي٬د مال روډ اولسي غونډې مخالفينو ته خپل اوقات ښودلي٬د نوي پاكستان جوړونكي دې اووائي چې دوي څومره روغتونونه او پوهنتونونه جوړ كړي٬په خېبرپښتونخوا كښې د برېښنا لويې پروژې پیل كونكې ادعاګانې څه شوې۔ده د خ??لي په ورځ هري پور كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔غوڼډې ته مريم ??وا?? هم خطاب وكړو۔په دې مهال وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي٬سناتور پروېز رشيد٬سناتور ډاكټر آصف كرماني٬د وزيراعظم صلاحكار سردار مهتاب احمد خان٬د قامي اسمبلۍ غړي بابر ??وا?? خان٬امير مقام او پير صابر شاه هم موجود وو۔پخ??ان?? وزيراعظم اولسي غونډې ته ووئيل د اولس سره چې كومې هم وعدې وكړو هغه ترسره كوو۔ما د اولس په امانت كښې هېڅ حيانت نه دې كړې٬په 2018 كښې به ټول ټاكنو كښې اولس د دوي د نااهلۍ پريكړه بېرته واخلي۔مونږ به كور نه لرونكو خلكو له كورونه وركوو۔ده ووئيل د نوي پاكستان جوړونكي هېڅ هم نه لري او د نوي پاكستان جوړونكو اوقات تاسو درې ورځې مخكښې وليدل۔ده ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ما له د هزارې مو??روې پروژې پرانستې بلنه راكړې وه زما هم دا خوښه وه چې د هزاره مو??روے پروژې پرانسته وكړم خو زه ايسار كړی شوم۔ده ووئيل ملازمانو له د كورونو وركولو لپاره سكيم معارفي كوو٬ او په 2018 ټول ټاكنو كښې زه د مسلم ليګ(ن)كاميابي وينم۔ده ووئيل پارلمان ته كنځلې كوونكي پخپله د پارلمان نه تنخا او آسانۍ اخلي او د پارلمان برخه دي۔??وا?? شريف د هري پور اولس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هري پور اولس د مو??ن كوټ جلسې له ماتې وركړې او ما د دې نه وړاندې دومره لويې مخلوق كله نه و ليدلې۔ده ووئيل اولس دې د عمران خان نه پوښتنه وكړي چې هغه په صوبه كښې څه بدلون راوستې۔د سونامي اونو نالولو پروژه چرته ده۔??وا?? شريف ووئيل زما مخالفت كول د مخالفينو تګلار او منشور دې۔د ادارو تذليل كوونكي او زندان ته د لېږلو دړكې كونكي به خپله زندان ته لاړ شي