کوئټه 14 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د بلوچستان ټولې سيمې د ??رم??تګ په لحاظ د هېواد ن??رو سيمو سره يو برابر كولو لپاره 10 كلن ’’ایکولائزېشن پیکیج‘‘اعلانولو سره وئيلي دي صوبه كښې به د یونین کونسل په كچه ، تعلیم، صحت، ګاز ، د څښلو پاكو اوبو وركولو پشمول په بيلو څانګو مشتمل ??رم??تيائي پيكج جوړولې شي په كوم به چې سږ كال عملدرآمد پيل شي، د ټاكلې شوې جمهوری حکومت 5 كلنه موده به په جون كښې بشپړه شي او بيا به ټاكنې كولې شي،د آئین له مخې حکمرانی كېږي، بايد د آئین او قانون سرلوړې ومنلې شي۔ ده د نهې پھ ورځ د بلوچستان ګورنر هاؤس كښې د بلوچستان ??رم??تيائي پروژو او امن و امان صورتحال په اړه د اعلیٰ پائې غونډې مشرۍ كولو نه پس میډیا سره خبرې كولې۔ د بلوچستان ګورنر بلوچستان محمد خان اچکزئی، وزیراعلیٰ نواب ثناء الله زهری هم پھ دې مهال موجود ؤ۔وزیراعظم شاهد خاقان عباسی کوئټه كښې كښې د خپلو مصروفیاتو ذکر كولو سره ووئيل دلته شوې غونډه كښې د پاك۔چین اقتصادی راهدرۍ (سی پیك) او بلوچستان كښې د روانو ??رم??تيائي پروژو جاج اخستې شوې۔ ده ووئيل بلوچستان د ن??رو صوبو سره يو برابر كولو له 10 كلن ایکولائزېشن پیکیج په اړه د وزیراعلیٰ د اړخه تجویز وړاندې كړې شوې كوم سره چې وفاقی حکومت اتفاق کړې، ده ووئېل د دې پیکیج نيم فنډز به وفاق او نيم به فنډز به صوبه وركوي او د روان كال پھ مهال به پھ دې عملدرآمد پيل شي، پیکیج كښې به د یونین کونسل په كچه ، تعلیم، صحت، ګاز ، د څښلو پاكو اوبو وركولو پشمول نورې پروژې په شاملولې شي۔ ده ووئيل په غونډه كښې د سی پیك پروژې او نور و??رم??تيائي پروژو تفصیلی جاج اخستې شوې، سوئی سدرن ګاز کمپنۍ د اړخه د ګاز سپلائی سسټم كښې اېل پی جی مکس کولو پھ اړه د 20 اربه روپو لګښت پروژې او د سی پیك ترمخه د 80 اربه روپو پروژو جاج هم اخستلې شوې۔ده ووئيل موجوده حکومت خپله موده پوره كوي او دې نه پس به په دوو مياشتو ك??ې ټاكنې كېږي او جهموریت به هم دغسې روان وي۔ ده ووئيل د آئین له مخې حکمرانی كېږي او د آئین او قانون سرلوړي غواړو۔