اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)خارجه وزير خواجه آصف وئېلي دي پاكستان د سوئېلي آسيا ستراتېژي كښې د هندي كردار او بلوچستان كښې عدم اس??حكام لپاره ??ه هڅو كولو سخت تحفظات لري۔د سوئېلي آسيا ستراتېژي اعلان څخه وروستو د پاكستان او امريكا ترمينځه اړيكو نوې رنګ خپل كړې۔تېره ??رځ واشنګتن كښې پاكستاني سفارت كښې امريكائي او غېر ملكي مېډيا سره ??ه خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل كه امريكا د افغانستان سباؤن په اړه اندېښنه لري نو د پاكستان منطقه كښې جائز امنيتي اندېښ??ې تسليمول غواړي۔ده ووئيل مونږ په حقيقي معنو كښې سوئېلي آسيائي ستراتېژۍ كښې د هند كردار او بلوچستان كښې عدم اس??حكام لپاره د هندي هڅو په اړه سخت تحفظات لرو۔ده ووئيل د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سوئېلي آسيا ستراتېژي اعلان څخه وروستو ټېلر سن سره ??لاقات يوه مهمه رابطه وه۔ده ووئيل پاكستان د امريكا سره د 7 لسيزو څخه پخوانې خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ده ووئيل مونږ په شريك عزت او احترام اډانه اړيكې غواړو۔ده ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې د دواړو هېوادونو په سياسي او سفارتي كچه د پرله پسې او منظمو رابطو د لارې د سوئېلي آسيا امن اس??حكام او د څوكالۍ شريكو مقاصدو له په ګډه كار روان ساتلې شوو۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د ښكاره ??اميابيو په نتيجه كښې هېواد كښې د ترهه ګرۍ پیښې كمې شوې دي۔ده ووئيل تر كومې چې افغانستان كښې امن او اس??حكام په ځاې نه شي د سيمې امن او اس??حكام ممكن نه دے٬د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره به امريكا او پاكستان له نزدې كار كول وي۔ده ووئيل مونږ د خپلې برخې كار كولو سره د ترهه ګرو او رياست مخالفو عناصرو پټ ځايونه ختم كړل۔خارجه وزير ووئيل اوس اوس د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه او خارجه سېكتر د كابل دورې كړی او دوي د افغان اولس مشر اشرف غني او نورو اعلٰی چارواكو سره ??لاقاتونه كړې كوم چې كامياب او ګټور وو۔ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې د ترهه ګرو په پټو ځايونو سخته اندېښنه لري۔په دې تېرو مياشتو كښې په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونه د دغه سيمو څخه وكړی شول۔ده ووئيل پاكستان به منطقه كښې امن له خپل مثبت كردار ترسره ??وي۔