اسلام آباد 25 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيري مريم اورنګزېب وئيلي دې محمد نواز شريف عمر له د آئين او قانون احترام كړې٬ پخواني وزيراعظم او شريفې كورنۍ د خپل ځان په خلاف كېسون?? كښې د قانون لاره ??ه خپلولو نوې مثال جوړ كړې٬ وئيلي مو وٶ “ازمرې به راځي او ټول پاكس??ان به ئې ګوري۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل شريفې كورنۍ د عدالتي پرېكړې په ضد آئيني او قانوني لاره خپله كړې او د هر پاكستاني غونډې شريفه كورنۍ هم ټول قانونې حقونه لري ۔ دې ووئيل د پاكس??ان آئين او قانون له به هم شريفې كورنۍ له د قانوني او بنيادي حقونو خيال ساتل وي۔ دې ووئيل د مني لانډرنګ په نامه د پېل شوے او په اقامه ختمېدونكي كېس كښې ټول قام پوښتنه كوي۔ دې ووئيل په سترې محكمې كښې د كرپشن چغې وهونكې پخپله د عدالتونو نه مخروران دې۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان د ادارو سپكاوې كوي او د عدالتونو نه تخښتي او بيا بخښنې غواړي ٬ مريم اورنګزېب ووئېل عمران خان په څلورو كال?? كښې د ادارو كمزورې كولو نه غېر هېڅ نه دي كړې۔ دوهمې وزيرې ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د خ??ل حكومت كرپشن پټولو لپاره ئې تر ننه د احتساب كمېسون ته ژندره ??هلې ۔ مريم اورنګزيب ووئيل عمران خان د ګوند فنډنګ لپاره جواري كوي او وائي جواري مې نه ده كړې په سلا مشوره ??ركولو مې پېسې ګټلې٬ هائے معصوميت!