اسلام آباد ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) دوهمې وزيرې او ?? بي آئي اېس پي چيئرمېن مېمن ته لندن كښې د هاؤس آف کامنز سپیکر جان برکاؤ د سپیکر ز ډېموکرېسی ایوارډ درناوې وبخښلو۔ ماروی میمن Rt Hon Alex Salmond MP دې عظيم ايوارډ لپاره وټاكله او د ټولې نړۍ غوره كړې شوي نوموړو شخصياتو سره مقابله كولو سره دې دا ايوارډ وګټلو۔ سپیکرز ډېموکرېسی ایوارډ يو نړيوال ايوارډ دے هغه چاته وركولې شي څوك چې د خپلې مشرتابه او ذاتي همت او حوصلې د لارې د جمهوري ټولنې په پرمختګ كښې غوره كردار ترسره كوي۔ د برطانوی پارلېمنټ سپیکر جان برکاؤ په دې مهال خپله وېنا كښې ووئيل مونږ تر ټولو زيات قابل او مستحق ماروي مېمن دې ايوارډ لپاره غوره كړه ولې چې ماروي مېمن د غېر معمولي نتيجو په رامخ?? ته كولو باور لري۔ ده پاكستان كښې د صنفي مساواتو ٬ غربيۍ كښې كمي ٬ د كوچنيانو خوراك او د جمهوري ګټو اهميت په رامخ?? ته كولو د ماروي مېمن ستائنه وكړه۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې ماوري مېمن په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل جمهوریت زمونږ كلتور او روايت دے۔ زمونږ د پ??كستان مؤسس محمد علی جناح مونږ ته د جمهوري اصولو د لارې آزادي راكړه۔ پاكستان په حقيقي معنو كښې د جمهوريت استحكام هڅو لپاره يوه اوږده لاره وهلې او دا مالپاره د درناوي خبره ده چې زه د دغه هڅو برخه جوړه شوه او په خاص توګه د پ??كستان بې وسه مېرمنو خپلواكه جوړولو له مې خپل كردار ترسره كړو۔ ده د سپیکر هاؤس آف کامنز او ججنګ پېنل هم مننه وكړه۔ دې ووئيل زه دا ايوارډ د هېواد پ??كستان ٬ خپل ګوند مسلم لیګ ن، خپل لارښود نواز شریف، خپلې كورنۍ ، د بی آئی اېس پی تخليق كوؤنكو او تر ټولو زيات د پ??كستان د بې وسه كورنيو او ?? بي آئي اېس پي مستحق مېرمنو په نامه كوم۔ بلخوا پخواني وزيراعظم ته چې كله ددې ايوارډ په اړه معلومات ترلاسه شول نو هغه لندن څخه ماروي مېمن ته مباكري وركړه۔ د قام اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د مباركۍ خپل پېغام كښې ماروي مېمن ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل دا ايوارډ نه يواځې د ماروي مېمن بلكې د پ??كستان قامي اسمبلۍ لپاره د وياړ خبره ده۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف په دې لويه كاميابۍ ماروي مېمن ته مباركي وركولو سره ووئيل دا ايوارډ ددې د خذماتو اعتراف نه بلكې په نړيواله كچه د پ??كستان جمهوريت لپاره د هڅو هم اعتراف دے