اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وز??را??ظم شا??د خاقان عباسي سره د اردن د وسله وال ځواك جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن لېفتيننټ جن??ال محمود اے فرحت د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې وليدل۔په دې موقع وز??را??ظم ووئيل پاكستان او اردن په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔دواړه هېوادونه د نړۍ امن او استحكام سره د شريكو ګټو تړون لري۔ ده ووئيل پاكستان اردن سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬موڼږ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې قوي كول غواړو۔وز??را??ظم شا??د خاقان عباسي پاكستان ته په راتګ د هغه هركلي كولو سره د اردن شاه عبدالله د??هم لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د هغه په قيادت كښې د اردن اولس په بېلو څانګو كښې پرمختګ كړې٬په دې موقع لېفټيننټ جن??ال محمود اے فرحت په تود هركلي كولو د وز??را??ظم مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د??ه اړخيزه مرسته لا قوي كولو كښې يې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔د ملاقات په مهال د دفاع وزير خرم دستګير٬د اردن سفير نواف خليفه او نور سركاري چارواكي هم موجود وو