اسلام آباد۔ 3 نومبر(اے پی پی) د موسمياتي بدلون ??فا??ي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې د تح??يک انصاف مشران په بنده کوڅه کښې د ګېرېدو نه وروستو اوس د ادارو او عدالت نه د مداخلت غوښتنه کوي٬ په شارټ کټ مارچ کښې نه خلق راوځي او نه د دې كومه نتيجه رامخې ته كېږي۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل كله چې عمران ته كوم ډيل نه ترلاسه كېږي او د ده غېر آئيني غوښتنې نه منلې كېږي نو دې په كنټېنر اودرېدو سره دا وائي هېچا سره به خبره نه كوم۔ كوم ته چې د تحريك انصاف لارښود سياسي بحران وائي هغه سياسي بحران نه بلكې د عمران خان سيا??ت دے٬ كه ده پارليمنټ ته اهميت وركړے وے نو نن به ده رېسكيو اپيل نه كولو۔ دې ووئيل تحريك انصاف لا اوس د جمهوري او آئيني سياست زده كولو پړاؤ څخه تېرېږي٬ كه دې جمهوري سياستدان وې نو ده به د مارشل لاﺀ خبرې نه كولې۔ دې ووئيل عمران غواړي دا نظام لمينځه يوړلې شي او دې د هېواد ??اچا جوړ شي۔ دې ووئيل ته چې د پارليمان په ځائې كنټېنر ته خېژې نو بيا خو به بندې كوڅې ته ننوځې۔