اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان ته د سيلاب له امله 30 بليونه ډالرو څخه زيات معاشي زيان رسېدلے ،تعمير ن?? لپاره 16 بليونه امريكائي ډالرو ته اړتيا ده، د سيلاب له امله 33 مليونه كسان ځپلې شوي او 1730 څخه زيات كسان مړه شوي،حكومت د بحالۍ سره سره ميكرو اكنامك استحكام او مالياتي استحكام هم باوري كوي،محدودو وسائلو سره حكومت د ملګرو مل??ونو او نورو امدادي ايجنسيو سره په ګډه په زيات شوې بحران قابو مومي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پاكستان كښې د سېلاب نه پس ځپليو سيمو بحالۍ په اړه د جاج اخستو رپورټ پرانستي دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان ته د سېلاب له امله 2022 څخه 30 بليونه ډالره څخه زيات معاشي زيان شوے ،تعمير ن?? لپاره 16 بليونه امريكائي ډالرو ته اړتيا ده، د سيلاب له امله 33 مليونه كسان ځپلې شوي او 1730 څخه زيات كسان مړه شوي،ما د ځپليو سيمو دوره كړې او څه چې مي ليدلي په هغې دړډيدلې ي??، ده ووئېل ميرمني ، ماشومان ، مشران وګړي په مېدان ژوند كوي ،80 لكهه زيات بې كوره كسان اوس د صحت بحران سره مخ دي۔ده ووئيل حكومت دا مهال د اوبو څخه پيدا شوو ناروغو ، ډينګي او مليريا خپريدو ، زياتي شوي لوږي ، غريبۍ ، د خوراك بحران او د يخښنۍ په شان مهمو چيلنجونو سره مخ دے، حكومت د بحالۍ سره سره ميكرو اكنامك استحكام او مالياتي استحكام هم باوري كوي ، ده ووئېل د محدودو وسائلو سره حكومت د ملګرو مل??ونو او نورو امدادي ايجنسيو سره په ګډه د زيات شوي بحران مخنيوې كوي۔ده ووئيل نېش??ل فلډ اينډ ريسپانس كوآرډينيشن سينټر جوړ شوے دغسې وفاقي او په صوبائي كچه ډيزاسټر مينجمنټ ايجنسيو د اړخه كوټلي ردعمل باوري كيدے شي ، ده ووئېل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام ترمخه 2.7 مليونه كورنيو له 286 مليونه ډالره هنګامي فنډ وركړے شوے،كوچنو كروندګرو له راروان د غنمو كر سيزن لپاره 42 مليونه ډالره بيل كړې شوي، آفت نه پس بحالي او تعمير ن?? لپاره د بهر مالي مرستي استعمال له شفافيت باوري كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔۔۔ده ووئيل سيلاب د ګرانۍ سره مخ كسان نور مشكلات كښې اچولي، د پټروليم مصنوعات بي??ي زياتيدو سره هېواد كښې ګراني زياته شوې۔ده ووئيل سږ كال د پشكال بارانونو كښې 400 فيصده زياتوالے راغلے