نيويارک 20 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په افغانستان او دې څخه بهر دايمي امن او استحكام لپاره له موقتي افغان حكومت سره د ن??يوالو اړيكو د دوام په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي چې يو امناكه٬ مستحكم او سوكاله افغانستان د پاكستان ترجيح ده۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 77 مې غونډې په مهال افغانستان لپاره د امريكا خاص استازي تھامس وېسټ سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د ??هر??یو چارو وزیر د توسيعي ټرائيكا مېكانزم په شمول په افغانستان کښې د پرمختګ لپاره د سیمه ییزې اجماع د اسانولو لپاره د پاکستان هڅې په ګوته کړې۔ ده د پاکستان لخوا د افغانستان سره د دوه اړخیزو خبرو اترو د ملاتړ او همدارنګه د ن??یوالو بشردوستانه مرستو د اسانتیاوو په برخه کښې د مختلفو ګامونو یادونه وکړه۔ د ??هر??یو چارو وزیر په افغانستان کښې بشري وضعیت ته اشارې سره چې ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې په راتلونکي ژمي کښې به ??ور هم خراب شي، د ??هر??یو چارو وزیر ټینګار وکړو ??ې د دغه ډول وضعیت نتيجې ښايي ??ې دا به ??ه لویه کچه د کډوالو د راتګ او د ترهګرو د پیاوړتیا سبب جوړ شي.افغانستان لپاره د امريكا خاص استازي تھامس وېسټ په افغانستان كښې امن ٬ استحكام او دې څخه د انخلاﺀ په عمل كښې د پاكستان هڅې وستائلې۔ دواړو لارښودو د افغان اولس د کړاوونو د کمولو او د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره د??امدارې همکارۍ ته د اړتيا اعتراف وكړو