اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيري سېنېټر شيري رحمان سره د ا??ري??ې پلاوي ملاقات کړے چې پكښې سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوي، د ا??ري??ې کانګريس غړي شيلا جيکسن لي د پلاوي مشري كوله دغسې په غړو كښې د کانګريس ټام سوزي او آل ګرين نه علاوه پاکستان كښې د ا??ري??ې سفير ډونلډ بلوم هم شامل ؤ۔د موسمياتي بدلون وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ا??ري??ې پلاوې سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو پشمول د ځپليو بحالۍ لپاره پكار مرستي په اړه خبر كړے شو۔ وفاقي وزيري پلاوي ته ووئيل سيلاب له امله 33 مليونه كسان ځپلې شوي دغسې د هېواد جنوبي سيمو كښې اوس هم اوبه ولاړې دي كومې چې انساني صحت لپاره خطري دې۔دې ووئيل د اوبو له ام??ه پيدا كيدونكو ناروغيو په وجه مونږ هيلتھ ايمرجنسي پلو روان يو ،دې ووئېل د سيلاب له امله د رامخې ته شوې بحران مخنيوي لپاره په سمدستي توګه مرستي ته اړتيا ده۔په دې موقع د ا??ري??ې پلاوي سيلاب او بارانونو له ام??ه په شوې قيمتي زيان د اف??وس څرګندونه وكړه۔