اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د سېلاب ځپلي اولس په حالاتو ډېر خفه يو٬حكومت به زر تر زره هر يو ځپلي ته ورسي٬نړيوالې ادارې دې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره راوړاندې شي٬حكومت يواځې په ځپليو سيمو كښې ?? بحالۍ كار نشي كولے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره نړيوالو شراكتدارو سره په اقتصادي چارو ډويژن كښې ?? مهمې غونډې مشري كولو په مهال وكړی۔په غونډه كښې ?? ورلډ بانك٬اېشين ډوېلپمنټ بانك٬نړيوالو مالياتي ادارو٬ او د نړيوالو پرمختيا مرستندويه ډلو پشمول د چين ٬ امريكې او اروپائي هېوادونو استازو ګډون كولو۔د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ذيلي ادارو او د روغتيا نړيوالې ادارې استازي هم په غونډه كښې ګډون كولو۔وزيراعظم شهباز شريف نړيوال شراكتدار په هېواد ??ښې ??و په خاص توګه په سندھ او بلوچستان كښې ?? سېلاب د تباهۍ څخه خبر كړل۔وزيراعظم شهباز شريف غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل د تاريخي بارانونو او سېلاب په وجه په هېواد ??ښې ??ېړنې صورتحال دے٬ په لويه پېمانه ځاني زيان شوے چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔د كورونو او املاكو نه علاوه فصلونه٬باغونه او انفراسټركچر تباه شوے۔د رابطه سړكونو پلونو او زمكي لارو تباه كېدو په وجه د رېسكيو او رېليف په چارو كښې ??تونزې رامخې ته دي۔د پاك پوځ او چ??رل??و په مرسته د رېليف او رېسكيو دائره پراخه كړی شوې۔وزيراعظم ووئيل د كال 2010م د سېلاب نه هم دې سېلاب زياته تباهي كړې٬د خوراك٬داروګانو٬خيمو او د عارضي اوسېدو ځايونو سخت ضرورت دے۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د صوبو او مركزي او صوبائي محكمو په مرسته كار كوي۔په سمدستي توګه 5 ارب ??وپ?? جاري كړی شوي٬د هر يو حق رسېدلې كورنۍ ته لس لكه ??وپ?? ادا كولې شي۔ځپليو سره 25 زره ??وپ?? نغه مرسته كولې شي٬په دې به 80 اربه ??وپ?? خرڅ كېږي٬ ده ووئېل په مجموعي توګه به د 37 ارب روپو نه زيات رقم په سېلاب ځپليو خرڅ كولې شي۔ده ووئيل د سېلاب تباهي ډېره ده٬يواځې وفاقي او صوبائي حكومتونه ځپلي په مكمل توګه نشي بحالولې۔د نړيوالو ادارو تنظيمونو٬هېوادونو او مالياتي ادارو بېړنۍ مرسته پكار ده۔وزيراعظم ووئيل د سندھ او بلوچستان لويه برخه د وړاندې نه آفت ځپلې ګرځولې شوې۔د وړومبۍ ورځې نه په ذاتي توګه د رېليف٬رېسكيو او د بحالۍ د چارو څارنه كوم۔د وزيراعظم فلډ رېليف فنډ 2022 جوړ كړے شوے۔وزيراعظم نړيوالو شراكتدارو ته خواست وكړو چې زمونږ مرسته وكړې ۔وزيراعظم نړيوالو شراكتدارو ته د ځپليو سيمو د دورې بلنه هم وركړه۔پاكستان به د دوي د دورې انتظامات كوي۔