اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړے چې هرې يوې سېلاب ځپلې كورنۍ ته دې په درېو ورځو كښې دننه 50 زره ر??پۍ مرسته وركړې شي٬د زيان اندازه لګولو لپاره شريكه سروے دې د پنځو په ځاې په درېو اونيو كښې ترسره كړې شي۔د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا هدايت د ګل په ورځ د سېلاب په اړه د جوړې شوې رېليف كوآرډينېشن كمېټۍ د غونډې مشري كولو په مهال وكړو۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مفتاح اسماعیل، احسن اقبال، مریم اورنګزیب، مرتضیٰ جاوید عباسی، مولانا اسعد محمود،د وزيراعظم صلاحكار قمر الزمان کائرہ،د این ډی ایم اے چیئرمین لیفٹیننټ جنرل اختر نواز او اړوند چارواكو ګډون كولو۔د هاؤسنګ وفاقي وزير مولانا عبدالواسع،د بلوچستان وزیرِاعلیٰ عبدالقدوس بزنجو او دِ بلوچستان اسمبلی غړي ثناء اللہ بلوچ د وډیو لنک د لارې ګډون كوونكې وو ۔ په دې مهال وزيراعظم هدايت وكړو جې په سېلاب ځپليو سيمو كښې ټولو ځپليو كورنيو ته دې د 30 زره ر??پو په ځاې 50 زره ر??پۍ په سمدستي توګه وركړی شي٬سېلاب ځپليو كورنيو ته دې 50 زره ر??پۍ د اېن ډي اېم اے په مشرۍ كښې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې وركړی شي۔وزيراعظم هدايت وكړو د ځپليو د مرستې وركولو طريقه كار دې سپيځلې وساتلے شي او دا خبره دې با??ري كړی شي جې نغده مرسته دې د اليكټرانك ټرانسفر د لارې وشي او حقدار ته چې خپل حق ترلاسه شي۔وزيراعظم ووئيل صوبائي حكومتونه دې د سېلاب ځپليو په ??خت مرستې لپاره اېن ډي اېم اے سره زر تر زره د سروے په اړه مرسته او د نېټو ټاكنه با??ري كړي۔ده ووئيل دا د صوبائي حكومتونو اختيار دے چې دوي د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د وفاقي حكومت د مرستو برخه وګرځي ٬ ده ووئېل وفاقي حكومت به د خپلو وسيلو د لارې د سېلاب ځپليو مرسته او بحالي با??ري كوي۔غونډه د بلوچستان وزيراعلٰی او صوبائي چيف سېكرټري لخوا په بلوچستان كښې د روانو بارانونو او د اوسنو روانو بارانونو په نتيجه كښې د ځاني او مالي زيان او د صوبائي حكومت لخوا ځپليو لپاره د رېسكيو او رېليف اقدامات څخه هم په تفصيلي توګه خبره كړه۔