اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان او تركيې ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو پراخه موقعې موجود دي٬د تجارت لوظ نامې څخه به د د??اړ?? هېوادونو لپاره نوې لارې پرانستلې شي٬د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره به په لوظ نامه په بشپړه توګه عملدرآمد باوري كولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د پاكستان او تركيې ترمينځه په تجارتي لوظ نامه د لاس ليكونو دستورې ته وېنا كولو په مهال وكړه۔په لوظ نامه د تجارت وفاقي وزير سيد سيد نويد قمر او د تركيې تجارت وزير مهمت مش لاس ليك وكړو۔په دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د ماحولياتي وفاقي وزيرې شيري رحمان٬د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن او اعلٰی سركاري افسران هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او تركيې تاريخي ورورولۍ اړيكو كښې دا لوظ نامه د يو سنګ ميل حېثيت لري۔د د??اړ?? هېوادونو ترمينځه تجارتي لوظ نامه خوشبينه ده۔په دې د څو كلونو راهسې خبرې اترې روانې وې۔ ده ووئېل په مئي كښې زمونږ د تركيې ??ور?? نه پس د پاكستان او تركيې لخوا لوظ نامې لپاره هڅې لا تندې شوی وې ۔د تركيې صدر طيب اردوان مثالي قيادت كښې د تركيې د تجارت وزير مهمت مش او د پاكستان د تجارت وزير سيد نويد قمر او د د??اړ?? هېوادونو سفيرانو او نورو اعلٰی چارواكو هم ډېر محنت كړے او بيا دا لوظ نامه شوې ۔ده ووئيل د پاكستان او تركيې ترمينځه د تجارت ودې پراخه ګنجائش او صلاحيت موجود دے او د تجارت ودې لپاره مونږ بشپړعزم لرو۔د دې لوظ نامې څخه به د د??اړ?? هېوادونو اړيكې لا مستحكمولو لپاره نوې لارې پرانستلي شي او تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو له به مرسته ترلاسه شي٬مونږ له په دې لوظ نامه بشپړ عملدرآمد باوري كول دي۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر ووئيل د پاكستان او تركيه ترمينځه د لوظ نامې له مخې د??اړ?? هېوادونه خپل خپ?? څيزونه د يو بل هېواد ته لېږلې شي او د دې څخه به د د??اړ?? هېوادونو معيشت لا مستحكم شي۔پاكستان او تركيې د تجارت لپاره په بېلو څيزونو يو بل له رعايت وركړے او مونږ د خپل دوه اړخيزه تجارت حجم تر 5 ارب ډالرو زياتولو خوښي لرو۔ ده ووئېل د لوظ نامې څخه به مونږ ته خپل هدف سر كولو له مرسته ترلاسه شي او د د??اړ?? هېوادونو كاروباري طبقات به هم د دې څخه استفاده پورته كړي۔د تركيې د تجارت وزير مهمت مش ووئېل پاكستان او تركيې ته د ډېرې مودې څخه د شريك تجارت ودې له د دې لوظ نامې ضرورت ؤ ۔په مئي كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې ??ور?? په مهال په دې كار تندولو سره اتفاق كړے ؤ ۔ دې لوظ نامې څخه مونږ خپل دوه اړخيزه تجارت تر 5 ارب ډالره زياتولې شوو ۔ ده ووئېل د تجارت وده يو مسلسل عمل دے كوم لپاره چې مونږ له په ګډه په چېلنجونو قابو موندل دي۔