اسلام آباد 02اګست (اے پي پي):صدر ډاکټر عارف علوي د پاك پوځ سر??ښك?? جنرل قمر جاوېد باجوه سره ټېلي فوني تماس كښې بلوچستان كښې د پوځي چورلك?? په پېښه كښې د عسكري افسرانو او ځو??نانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ۔ د نه?? په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرسر??ښك?? سره د 12 كور کور کمانډر لېفټيننټ جنرل سرفراز علي، ډائريکټر جنرل پاکستان کوسټ ګارډ مېجر جنرل امجد حنيف، د 12 کور بريګيډيئر محمد خالد، پاېئلوټ مېجر سعيد احمد، د مرستيال مېجر محمد طلحهٰ منان او نائيك مدثر فياض په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كړې او د غمژنو كورنيو سره ئې د يووالي او خواخوږۍ څرګندونه كړې۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي هېواد او قام لپاره د شهيدانو خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي د قام فرض شناس زامن په بلوچستان كښې د سېلاب ځپليو د مرست?? په كارونو كښې بوخت وو او هغوي د خپل فرض ترسره كولو او د قام خدمت لپاره په محنت او خوارۍ كار كولو كښې شهيدان شوي۔ ده سر??ښك?? سره خپلو خبرو كښې د ګوادر خپلې دور?? په مهال كور كمانډر جنرل سرفراز علي سره د ملاقات او شهيد لخوا د اغستي شوي بريفنګ ذكر هم وكړو۔ په دې موقع د پوځ سر??ښك?? جنرل قمر جاوېد باجوه صدر ته ووئيل د مرستې كارونو په مهال د خراب موسم په سبب نظر كم لكېدو چ?? په سبب ئې چورلكه پېښې سره مخ شوې۔ ده ووئيل د چورلكې ملبه ترلاسه كړې شوې او ټول افسران شهيدان شوي۔ صدرد ټيلي فون د لارې خپلو خبرو كښې داخواهش څرګندكړو چې زه به د دې شهيدانو د جناز?? په مونځ كښې ګډون كوم او په خاص توګه د دوي كورنيو سره به هم غمرازي كوم