اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف چې دا ځل د آزادۍ ورځ مونږ له دې عزم سره لمانځل پكار ??ي چې كشميريان به د هندي ظلم او جارحيت نه خلاصوٶ او تر مرګه به د كشميريانو ملګرتيا نه پرېږدو۔ د اګست په پنځمه نيټه لمانځلې كېدونكې د استحصال ورځ پحقله د ګل په ورځ ”اے پي پي” خپلو خاص خبرو كښې خواجه محمد آصف ووئيل د استحصال ورځ د دې خبرې متقاضي ده د پاكستان پشمول ټوله نړيواله ورورلي كشميريان د هند د ظلم او ستم نه خلاصول?? لپاره خپل بشپړه كردار ولوبوي٬ دا ځل د آزادۍ ورځ مونږ له دې عزم سره لمانځل پكار ??ي چې كشميريان به هندي ظلم او جارحيت نه خلاصوٶ او تر مرګه به د كشميريانو ملګرتيا نه پرېږدو او نه به د كومې قربانۍ نه ډډه كوٶ۔ د?? ووئيل مونږ نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي دې په كشمير كښې د هندي ظلمونو او په ګرد هند كښې د مسلمانانو او كشميريانو د نسل كشتۍ د انسانيت په حېث نوټس واخلي۔ د?? ووئيل په مقبوضه کشمير كښې ځائي وګړو سره ساتلې كېدونكې ناروا سلوك يوه ??ويه انساني الميه ده او په دې د نړيوالې ورورولۍ ضمير راويخولو ته اړتيا ده۔ د?? ووئيل پاکستان به د کشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كول?? لپاره خپل سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔