اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د پشكال روانو بارانونو له امله په ټول هېواد كښې په خاص توګه سندھ او بلوچستان كښې د شوي ز??ان جائزه واخستلې شوه او غړو ځپلې سيمې آفت زده ګرځولو او د وفاقي حكومت څخه د خاص رېليف پ??كج وركولو غوښتنه كړې۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د بلوچستان عوامي پارټۍ پارليماني لارښود خالد حسېن مګسي ووئيل د اوسنو بارانونو له امله ټول بلوچستان ځپلے شوے٬د لسبيله رابطه د سندھ څخه منقطع شوې٬جهل مګسي 80 فيصده ډوب شوے٬نصير آباد٬كچهي كښې د سړكونو نېټ ورك منقطع شوے٬ ده ووئېل وزيراعظم سره خبره شوې٬خلق او كورنۍ ګيرې شوي٬د مارانو چيچلو ځينې كيسونه رامخې ته شوي كومو ته چې په وخت ويكسين وركولو غواړي۔وزيراعظم هم احكامات جاري كړي٬هيله لرو د مر??تې سامان وركولو كښې به ښه والې رامخې ته شي۔اسلم بهوتاني ووئيل د اوسني باران له امله په بلوچستان كښې لويې ز??ان شوے٬لسبيله او ګوادر كښې زيات ز??ان شوے٬مونږ د وزيراعلٰی مننه كوو چې دغه يې ځپلې سيمې ګرځولې او د مر??تې سامان يې لېږلے خو بلوچستان سره دومره وسائل نشته بايد وفاقي حكومت هم خپله برخه وركړي٬ ده ووئېل د درېو ورځو راهسې برېښنا نشته او په هر ځاې كښې اوبه ولاړې دي٬وزيراعظم ته خواست كوم چې په خاص توګه د ځپليو سيمو لپاره اقدامات وكړي۔د بلوچستان نېشنل پارټۍ غړي ډاكټر شهناز بلوچ ووئيل د ټول بلوچستان ډهانچه ځپلې شوې٬څاروي هم په اوبه كښې لاهو شوي٬كوئټه ښار كښې څلور سړكونه تباه شوي٬د بلوچستان 30 ضلعو لپاره دې خاص پ??كج اعلان كړے شي۔سردار رياض محمود مزاري ووئيل روجهان تحصيل كښې د باران او سېلاب له امله لويې ز??ان شوے٬ 50 فيصده تحصيل ته ز??ان رسېدلے۔وزيراعظم او د اوبو وسائلو وزير ته خواست دے چې د دې صورتحال نوټس واخلي او د روجهان لپاره هم پ??كج اعلان كړے شي۔محمد هاشم ووئيل د بارانونو او سېلاب له امله لوي ز??ان شوے٬بلوچستان كښې د سېلاب له امله شوې مالي او ځاني ز??ان لپاره د اېن ډي اېم اے او پي ډي اېم اے د لارې دې د ز??ان اندازه ولګولې شي او وزيراعظم دې رېليف پیكج اعلان كړي۔وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل بلوچستان سره سندھ په خاص توګه كراچۍ كښې د بارانونو د څو كلونو رېكارډ مات شوے٬د اېم كيو اېم وزيران په ګراؤنډ موجود وو٬په كراچۍ او حېدر آباد كښې انفراسټركچر تباه شوے٬ ده ووئېل د بنيادي ډهانچې ښه والي لپاره به معاوضه وركولې شي۔