اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي جان سنوري يو مايه ناز كوه پيما ؤ او هغه د غرونو سر كولو سره ډېره مينه لرله٬هغه د كوه پيمائي څانګې ترويج لپ??ره بشپړ كردار ادا كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د آنجهاني كوه پيما جان سنوري كورودانې سره په ايوان صدر كښې د مل??قات په مهال كړې۔په مل??قات كښې د جان سنوري كورودانې لينا موئے٬لور هالاكيرن او خور كرسټن هم موجود وه۔په دې موقع د جان سنور?? او علي سدپاره ملګري كوه پيما او كينيډين فلمساز ايليا سيكلي هم موجود ؤ ۔صد?? مملكت د جان سنوري په مړينه د هغه كور ودانې سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔صد?? مملكت ووئيل جان سنوري يو مايه ناز كوه پيما ؤ او كوه پيمائي سره هغه ډېره مينه لرله٬ ده ووئېل جان سنوري د كوه پيمائي څانګې ترويج لپ??ره بشپړه كردار ادا كړے۔د يادونې وړ ده علي سدپاره٬د آئس لينډ كے جان سنور?? او د چلي هوان پابلو موهر په فروري 2021 كښې د كے ټو سره كولو په مهال مړه شوي وو