پېنډۍ 06 جون (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا وئيلي دي مونږ يو باور لرونكے او ??مه وار اتومي طاقت يو٬ پاکستان به په هېڅ حالت كښې په خپل اتومي پروګرام سودا ونه كړي۔ جنرل نديم رضا دا خبرې په نسټ انسټيټيوټ آف پبلك پاليسي كښې په “سيمه ايز ماحوليات او ?? سلامتيا د تقاضو” په سرخطر سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې په سېمين??ر كښې د هېواد د بېلا بېلو برخو زده كوٶنكو٬ تعليمي پوهانو او نامتو پوهانو ګډون كو??و۔ په دې موقع د سيمه ايزې سلامتيا په ماحول تبصره كښې د جوائنټ چيف آف سټاف کمېټي چيئرمين څوك چې د نېشنل كمانډ اتهارټۍ دوهم چيئرمېن هم دے د هېواد دفاع له د دفاع ضامن په توګه د پاكستان د اتومي صلاحيت د اهميت پخلے وكړو۔ جنرل نديم رضا ووئيل د پاكستان اتومي پروګرام ته د ټولو سياسي ګوندونو او ?? پاكستاني اولس ملاتړ ترلاسه دے٬ اېن سي اے خپلو ټولو سياسي او ??سكري مشرانو سره ستراتېژك پروګرام له مضبوطه ولاړه ده ۔ ده په دې خبره زور رواړو چې قامي سلامتيا ناقابل تقسيم ده او ??ه باور وركړٶ چې پاكستان به په هېڅ حالت كښې په خپل اتومي پروګرام سودا ونه كړي۔ ده ووئيل پاكستان يو پراعتماد او ??مه وار اتومي طاقت دے ٬ دا اعتماد د لږ نه لږ ډيټرنس په حدود كښې د بشپړ سپيکټرم ډيټرنس په پاليسۍ عمل كوي۔ ده ووئيل زمونږ قامي سلامتيا او ??فاظتي ډهانچه ټولې قامي او نړيوالې ذمه وارۍ ترسره كوي او هر ډول منظرنامې بشپړوي۔ جنرل نديم رضا ووئيل جوهري صلاحيت لرونكو هېوادونو ته په ستراتېژك پروګرام غېر ضروري او ?? بې بنسټه خيالاتو څرګندونې نه ډډه پكار ده، كله چې ضروري وي نو نېشنل کمانډ اتھارټي د مخصوص ردعمل يا موقف جاري كولو درست فورم دے