اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل٬د روغتيا سېكرټري عامر اشرف خواجه او سپېشل سېكرټري افتخار شلواني د قامي ايمرجنسي آپرېشنز سنټر دوره وكړه او د پوليو خاتمې لپاره يې كار كونكې ډلې سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې په پ??كس??ان كښې د پوليو خاتمې لپاره كار كونكې تجربه كار ډلې سره ملاقات كولو سره خوشحاله شوې يم٬دورې كولو سره پوليو ته د رامخې ته شويو چېلنجونو نه خبر شوم٬د پوليو خاتمې لپاره اجتماعي هڅې ضروري دي۔ده ووئيل چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو څخه د پوليو خاتمه وشوه او ډېر زر به د پ??كس??ان څخه هم د پوليو خاتمه وشي۔په دې موقع د روغتيا سېكرټري عامر اشرف خواجه ووئيل چې د پوليو خاتمه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده او هم دا وخت دې چې د پوليو خاتمې لپاره ټول وسائل وكارولې شي۔د روغتيا وفاقي وزير او د روغتيا سېكرټري د پوليو كنټرول روم دوره وكړه او د هغوي كاركردګي يې وستائله۔وفاقي وزير ته بريفنګ وركولو سره د قامي ايمرجنسي آپرېشنز سنټر كوآر??ين??ټر ډاكټر شهزاد بېګ د پ??كس??ان حكومت مرسته ستائېلو سره ووئيل چې ډېر زر به پ??كس??ان پوليو فري شي۔روان كال د خېبرپښتونخوا او شمالي وزيرستان څخه د پوليو 6 كيسز رپورټ شوي دي