فېصل آباد۔5 مئی(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي نا اهل او نالائقې ډلې د پاكستاني اولس څلور كاله ضائع كړل٬ اولس سره د دوئي كړې لوظونه د ش??ې دېوال ثابت شؤ٬ او ا??س چې جمهوري ٬ آئيني ٬ قانوني او پارليماني طريقې سره له پخوانو واكمنو څخه اولس ته خلاصې وركړې شوې نو په دوئي د ټاكنو دوره راغلې ده٬ دوئي بايد په دې خبره پوه شي چې د قومي خزانې لوټ كولو ا?? د هېواد معيشت ته د نقصان رسولو حساب اخستلو ه غېر به ټاكنې نه كېږي۔ ده ووئيل ?? ټاكنو مناسب وخت ب?? كوم وي دا پرېكړه به مونږ كوؤ۔ ده په دھاندرہ كښې عيد ملن دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل ??مراني حكومت بې وزله اولس لپاره د خېر ښېګړې كومه منصوبه نه ده رامخې ته كړې بلكې په سي پېك هم كار بند پاتې شو ٬ د دې نه لويه نااهلي بل?? كومه كېدې شي۔ رانا ثناء اللہ خاں ووئيل ??مران خان يو وارې بيا د اولس د بې لارې كولو هڅ?? كوي ولې دې به خپلو ارادو كښې ناكامۍ سره مخ كېږي۔ ده ووئيل ??ې د خپل دور په ګرانۍ ٬ بېروزګارۍ ٬ لاقانونيت ٬ رشوت او لوټ مار د پردې اچولو هڅ?? كوي۔ ده ووئيل ?? ناقصه پالېسيو د لاسه هېواد د بهرنيو قرضو د ملبې لاندې شوې دې ٬ بياهم اوسني حكومت بهترۍ لپاره ګامونه پورت?? كول پېل كړې دي۔ ده ووئيل مياں نواز شريف ټول عمري له د اولس خذمت كړې٬ هېواد ئې اتومي قوت جوړكړو ٬ موټروېز يۍ جوړې كړې او دې نا اهلو كومه لويه منصوبه رامخې ته نه كړه بلكې د مخكښې نه راروانې منصوبې ئې هم بندې كړې۔ ده ووئيل ??وسنې حكومت به يو وارې بيا د اولس د خېر ښېګړې منصوبې پېل كړي۔ د اسامه سعید لخوا په دھاندره كښې راجوړې كړې شوې عيد ملن دستورې ته خپل خطاب كښې میاں اجمل آصف (اېم پی اے) او نورو تقرير كوؤنكو د نواز شريف او مياں شهباز شريف په مشرتابه د بشپړ باو څرګندون?? كولو سره ووئيل كه لويې څښتن ته منطور وي د مسلم ليګ نون په دور كښې به هېواد يو وارې بيا تندۍ سره پرمختګ وكړي۔ په دې موقع ګڼ شمېر كارمندان هم موجود وو۔