پېنډۍ۔17اپرېل(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د لاهور ګېرېژن دوره وكړه۔ ګېريژن ته په رارسېدو کور کمانډر لېفټېننټ جنرال محمد عبد العزيز د پوځ سرلښكر ته هركلې ??وې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر د کمبائنډ ملټری هسپتال لاهور (سی اېم اېچ) دورہ وكړه او د مېجر حارث خېريت يۍ وپوښتلو كوم چې په دې وروستيو كښې ژوبل شوې وو۔ د پوځ سرلښكر ووئيل قانون به خپله لاره جوړوي٬ كوم تورن چې حراست كښې دي هغه به انصاف سره ??خ كولې شي۔ د پوځ سرلښكر باور وركړو چې چا ته به د قانون په لاس كښې د اخستو اجازه وركولې ??ه شي۔وروستو د پوځ سرلښكر په دوه بېلو بېلو انټراېکټو سېشنز كښې د ګېرېژن چارواكو او پخوانيو پوځيانو سره خبرې وكړې۔ د پوځ سرلښكر په ??پر??شنل تياريانو او د تربيې اعلی معيار په ځائې ساتلو د لاهور كور ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د ناسمه معلوماتو او پروپېګنډې د لاسه رياستي سلامتيا خطر سره ??خ كېږي په كومو به چې په وخت غبرګون ښودل وي۔ ده ووئيل د پوځ قوت اولس دې او د دواړو ترمينځه د فاصلې ??ېدا كولو هڅه به زغملې ??ه شي۔ ده ووئيل دښمن قوتونه د اوږدې مودې نه دا هڅې كوي خو كه لويې څښتن ته منظور وي دوئي به كامياب نه شي