اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عم?? او د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په هېواد كښې به پرېكړې حرام پېسې جوړونكي نه بلكې اولس كوي، عم??ان خان نه يوازې د پاكستان بلكې د امت ليډر دے، دا جنګ به عم??ان خان پاكستان لپاره نه اسلامي امت لپاره ګټي، اولس خواهش لري چې نواز شريف، شهباز شريف او آصف علي زرداري په زندان كښې وي. د اتوار په ورځ په پرېډ ګراٶنډ كښې د امر بالمعروف غو??ډې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير اسد عم?? ووئيل چې د انسان پېژندګلي د دې نه كېږي چې د هغه مخالفت څوك كوي، په دې وخت كښې د عم??ان خان په ضد هغه خلق ولاړ دي كوم چې په سياست كښې حرام پېسه كاروي. په دې كښې د يو رپېدل پښې دي، بل فضل الرحمان دے كوم چې ځان ته مولانا وائي خو وائي چې جوبائيډن د نړۍ ليډر دے، هغه د فضل الرحمان ليډر كېدے شي خو زمونږ نه دے. وفاقي وزير ووئيل چې عم??ان نړۍ ته وئيلي دي چې مونږ ټولو سره په امن تلل غواړو خو م??نږ غلامي نه قبلوو. ده ووئيل چې ټولټاكنې به به په كال 2023م كښې كېږي خو چې څنګه وزيراعظم قوم راويښ كړے دے زما زړه غواړي چې نېټه بدله ??ي چې دغسې دوي ته معلومه ??ي چې پاكستان چا سره ولاړ دے. غو??ډې ته د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې يو محبت د اقتدار وي او يو محبت د اولس وي. اولس وزيراعظم سره محبت كوي. ده ووئيل چې غله او شوكمار يو ځائ شوي دي، ګېنګ آف تهري د قذافي، صدام حسېن او اسامه مال هم نه دې پرېښي، نواز شريف سازش كولو سره لندن ته لاړو. ده ووئيل چې قوم ګراني زغملې خو خواهش لري چې نواز شريف، شهباز شريف او آصف زرداري په جېل كښې وي. په دې موقع د سندھ ګورنر غو??ډه ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دوه مږې په لندې كښې پټې دي او درې په پاكستان كښې دي.