لاهور 15مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي امپائر د پاكستان سره ولاړ دے٬هغه د پاكستان فك?? لري٬اتحاديان وزيراعظم عمران خان سره ملګري دي٬د تصادم نه د ډډې كولو ضرورت دے٬هغوي د جمهوريت پلويان دي٬كه معامل حل نه شوه نو بيا به دمادم مست قلندر وي٬په ټاكنو كوول كښې يو كال پاتې دے ٬د پاكستان تقاضا ده چې په هېواد كښې دې اړے ګړے جوړ نه كړے شي٬د ډېرې مودې نه پس په پاكستان كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كنفرنس كېدونكے دے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په لاهور كښې مېډيا سره په څپلو خبرو كښې وكړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وو??يل د مارچ د 23مې نېټې نه د مارچ تر 30مه نېټې موده ډېره مهمه ده٬تحريك انصاف د مارچ په 27مه نېټه د غونډې كولو نېټه ايښ??دې??ده وو??يل مولانا فضل الرحمان د څلورو مياشتو نه د لانګ مارچ خبرې كوي٬زما يوازې دا خواست دے چې هېواد دې د اړي ګړي نه بچ كړے شي۔ده وو??يل مولانا فضل الرحمان وائي چې مونږ ډانګونه په تېلو كښې ايښودي دي٬ده سره داسې خبرې ښه نه ښكاري ٬هغه عالم دين دے٬بايد هغه ??ه معلومه وي چې داسې سياست به ونه چلېږي٬ځكه چې د دې خطرناكې نتيجې راوتلې شي۔ده وو??يل اپوزېشن دې د مارچ په 23مه نېټه راشي٬امنيت به وركړو۔ده وو??يل اپوزېشن دې راشي د عدم اعتماد په تحريك كښې دې رائے وركړي كه چا يې مخه ونيوله نو زه يې ذمه وار يم٬مونږ د اېف سي او رينجرز دوه زره ځوانان راطلب كړي ۔ده وو??يل په نړۍ كښې څه روان دي٬ د روسيې او يوكرين صورتحال د ټولو په وړاندې دے۔د ډېرې مودې نه پس په پاكستان كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كنفرنس كېږي ٬ كېدې شي چې په دې كښې د چين خارجه وزير هم ګډون وكړي۔ده وو??يل د اپوزېشن 172 كسان نه پوره كېږي٬زمونږ اتحاديان خوشحاله دي٬ده وو??يل ټول اتحاديان به د وزيراعظم ملګرتيا كوي