اسلام آباد۔14ما??چ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي سمندر پورې پاكس??ان??ان د عمران خان زړه ته نزدې دي ٬ نون ليګ د جي ټي روډ ٬ پيپلز پارټي د اندرون سندھ او اے اېن پي د پښتونخوا يو څو ضلعو ګوند دے٬ عدم اعتماد يو معمولي څيز ګڼم٬ دا به ناكامۍ سره مخ كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پاكستان تحريك انصاف اورسیز انټرنېشنل چېپټرز ترسېوري لاندې كنونشن سنټر كښې د روان درې ورځني سمندر پورې پاكس??ان??ز كنونشن ته د دوېمې ورځې اولني سېشن ته خپل خطاب ك??ې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان په يوه داسې منطقه كښې پروت دے كومه چې يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده۔ ده ووئيل د امريكې وېتنام ته تللو سره دا سيمه وځپل?? شوه٬ عراق ته لاړه نو هلته تباهي خپره شوه٬ افغانستان ته دوه نړيوال قوتونه راغلل٬ پاكستان زيات اغېزمندج شوے ٬ ده ووئېل پاكستان د يو داسې هېواد ګاونډي دے چرته چې د آر اېس اېس شدت خوښې سوچ غالب دے۔ ده ووئيل پاكستان چا مونږ ته ډالۍ كړې نه دے بلكې دې لپاره بلها قربانۍ وركړ?? شوي۔ ده ووئيل كه كاميابي غواړؤ نو مونږ له به يو كېدل وي۔ ده ووئيل د خېبر نه تر كراچۍ يو ګوند پاكستان تحريك انصاف دے٬نون ليګ د جي ټي روډ ٬ پيپلز پارټي د اندرون سندھ او اے اېن پي د پښتونخوا د يو څو ضلعو ګوند دے۔ ده ووئيل د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې په پنجاب ٬ ګلګت بلتستان ٬ خېبر پښتونخوا او آزاد كشمير كښې زيات ووټونه پاكستان تحريك انصاف اخستې دي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت كوم هېواد سره جنګ كول نه غواړي۔ ده ووئيل كه د نرېندر مودي په څير كوم شدت خوښې نه وي نو هند سره هم چارې روانې ساتلې كېدې شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې اړے ګړےپه يو داسې وخت كښې رامخې ته كولے شي كله چې عمران خان قام او ادارې يو كړې دي۔