اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی)پخواني خارجه سېكرټري نجم الدين شېخ وئېلي دي پاكستان نړۍ ته د افغان مسئلو په ورمخې ته كولو كښې ښه كردار ترسره كړے ٬??زي??اعظم عمران خان د نړۍ قائل كولو هڅه كوي چې په افغانستان كښې د مضبوط حكومت جوړولو لپاره ضروري ده چې نړيواله ورورولي افغان حكومت سره مرسته زياته كړي۔د شورو په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل په افغانستان كښې د امن او استحكام په اړه پاكستان او روس يو دي٬دواړه هېوادونه په افغانستان كښې د بشري بحران او ترهه ګرۍ خاتمې لپاره بشپړ كردار ادا كولې شي۔نجم الدين شېخ ووئيل په منطقه كښې امن لپاره د افغان عبوري حكومت هم ذمه واري ده چې هغوي په خپل هېواد كښې د ترهه ګرو اډو خاتمې لپاره سخته كا??وائي وكړي۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه كښې دے٬كه چرې په افغانستان كښې سياسي استحكام راپیدا نه شو نو ناامني به وي د كو?? به چې په پاكستان منفي اثرات مرتب شي۔ده ووئيل د ??زي??اعظم عمران خان د روس دوره د اقتصادي او تجارتي اړيكو ودې لپاره ډېره د اهميت ??ړ ده۔د روس په منډيانو كښې د پاكستان د ميوو لويې ګنجائش موجود دے ٬ په دې اړه هم د كا?? كولو ضرورت دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ??زي??اعظم عمران خان د روسيې دورې په مهال په ساؤت ګيس پائپ لائن او سټيل ملز كښې د روسيې سرمايه كا??و پیشرفت كېدے شي