اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن س??ټر (اېن س?? او سي) د فرورۍ وړومبۍ نيټې څخه تر 14مې نيټې كور په كور د وېكسينېشن كمپائن “هر پاكستانے وګړے د كرونا نه محفوظ” د پېل كولو اعلان كړے چې پكښې به د 12 كالو نه د زيات عمره ټولو كسانو ته د كرونا نه بچ كېدو لپاره واكسين لګولې شي٬ په دې كمپائن كښې به 55 ??ره نه زيات وېكسينېشن ډلې كور په كور واكسين لګوي٬ اسد عمر يو ځل بيا اولس ته غږ كړے چې ھغوي د پاكستان حفاظت باوري كولو او ?? وبائي رنځونو څخه خلاصي لپاره په وېكسينېشن كمپائن كښې د واكسين ډلو سره مرسته وكړي۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وز??ر اسد عمر ووئيل تر اوسه د اته كروړه نه زياتو كسانو بشپړ واكسين لګولي او د لس كروړه نزدې كسانو د واكسين كم از كم يو خوراك لګولے۔ ده ووئيل 26 لكه كسانو ته بوسټر واكسين وركړے شوي ۔ ده زياته كړه چې د اوميكرون خپرېدو په مهال دا په واضح توګه ليدلې شوې چې په واكسين شوو ښاريو كښې په ھغه ښارونو كښې د كرونا تناسب زيات دے چرته چې واكسين زيات نه دې لكېدلي ۔ وفاقي وز??ر په اولس زور ر??اړو چې ھغوي خپل ګاٶنډ٬ خپلوان او نور خلق د واكسين د موقعې څخه خبر كړي