اسلام آبا??۔1فروری(اے پی پی) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم وئيلي دي چې سټېټ ??ېنك (بدلون) بل منظور شوې خو د دې په اړه سياسي ګنګوسۍ لا هغسې روانې دي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر تاج د اعتراض په نكته هغ?? ووئيل سټېټ ??ېنک آرډیننس كښې دې نه وړاندې ??م بدلونونه شوي دي٬ په كال 1994ء، 1997ء، 2013 ءاو كال 2015ء كښې ??م بدلونونه شوي۔ په كال2012ء كښې د پيپلز ګوند حكومت آئي اېم اېف ته رجوع وكړه او په كال 2013ء كښې بدلونونه وكړې شول۔ هغ?? ووئيل كوم هم حكومت يا اداره د رياست په ضد پرېكړه كولې نه شي۔ هغ?? ووئيل د اپوزيشن ټول پام ډیل یا ډھیل پلو پاتې شوې ٬ دوئي حكومت په څه وزن لمينځه وړل غواړي لېك?? دوئي سره نه خو كوم متبادل پروګرام شته او نه به وي۔ هغ?? ووئيل د بل د منظورۍ په معامله اپوزيشن لارښود خپله د يو بل په ضد بيانونه وركوي ، د استعفو سياست اوس ختم شوے دے٬ څوك چې استعفی وركوي هغه استعفی وركړي او ځي٬ اولس څوك بې وقوفه جوړولې نه شي۔ هغ?? ووئيل د اېم كيو اېم سېنېټر او وفاقي وزير فروغ نسيم د بل د منظورۍ په وخت په ايوان كښې موجود و خو په كراچۍ كښې چې كوم تشدد په سياسي كارمندانو وكړې شو د دې د لاسه د اېم كيو اېم دوه غړي كراچۍ نه دلته راغلې ن?? وو٬ هغ?? ووئيل زمونږ اتحاديان مونږ سره دي۔