اسلام آباد 17جنوری(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د هېواد بشري وسائل بلاك چين ټېكنالوجي٬ د مصنوعي ذهانت٬سائبر سېكورټي او د بګ ډېټا غوندې رامخې ته ټېكنالوجيز په څانګه كښې په پرمختګ او تربيه زور راوړے٬ دغسې چې د څلورم صنعتي انقلاب ??رو??يات پوره كړے شي۔صدر د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د بلاك چين پوهانو يو نړيوال پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه د كوم مشري چې بي اېس وي بلاك چين اېسوسي اېشن باني صدر جيمز نګوين كوله۔صدر د بلاك چين ټېكنالوجي اهميت او افاديت په اړه د خبرتيال پېدا كولو په ??رو??ت زور راوړو دغسې چې سركاري او نجي څانګې د دې څخه استفاده وكړي۔پلاوي سره په خبرو كښې صدر مملكت ووئيل بلاك چين ټېكنالوجي د لين دين ټريك كولو٬ د بدعنواني كمولو او سركاري او نجي څانګو كښې د سپيځلتيا زياتولو لپاره يوه زوروره ذريعه جوړېدې شي۔ده ووئيل د بلاك چين ټېكنالوجي صلاحيتونو څخه بشپړه استفاده كولو سره سره په پاكستان كښې د دې نفاذ وړاندې بوتللو لپاره د يو جامع نقطه نظر ??رو??ت دے۔صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان ټېكنالوجي ټېلنټ خذمات وستائېل كومو چې د نړۍ لويو كمپنو ته تكنيكي آسانۍ ور??ولو سره خپله پیژندګلي راجوړه كړې۔په دې موقع جيمز نګوين د معيشت د بېلو څانګو پشان د بينكنګ٬فن ټيك٬ډيجيټل اېډور ټائزنګ٬هېلت كيئر٬بګ ډېا٬ماحوليات او ګورننس كښې د بلاك چين ټېكنالوجي امكانات او استعمال په اړه خبرې وكړې۔