اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مر??تيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د اربونو روپو مني ??ان??رنګ كوونكي خلقو ته قانون ښائي، ټول ټبر په لوټ كولو كښې په ضمانت دے او د دوي شوبازې په عروج دي. د شهباز شريف د بيان په غبرګون كښې ده ووئيل چې كله خو د خپل مني ??ان??رنګ تحقيقاتي رپورټ هم ولولئ، زامنو سره په ګډه د ملازمينو په نوم بلېك مني وائټ كول د وړوكي ميا مشغله پاتې شوې.نن په مېډيا د قانون سبق ښوونكي د قانون نه تښتېدلي دي. ده ووئيل چې د پاكستان قانون تر پښو لاندې كوونكې آل شريف مكافات عمل سره مخ دے. د سندي دروغجنو او جعلسازو د وزيراعظم چوكۍ ترلاسه كول خوب دے. ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې وړوكې ميا هره ورځ د وزيراعظم جوړېدو خوب ويني، جعلساز او مكار به كله هم په دې چوكۍ نه كښېني. وزيراعظم عمران خان سترې محكمې صادق او امين ګرځولے