اسلام آباد24نومبر (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي اسلام د امن، ورورولۍ اوروادارۍ درس وركوي، بايد د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ لپاره مونږ د حضرت محمدۖ په تعليمات عمل وكړو٬ قائداعظم محمد علي جناح د مذهبي همغږۍ زيات قائل ٶ او د پاكستان جوړېدو نه پس هم هغه په هېواد كښې د مسلمانانو او نورو مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او دوي ته د يو برابر حقونو وركولو درس وركړے۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ نړيوال بېن المذاهب امن ک??فر??س ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د ک??فر??س اهتمام امن او يوالي لپاره بېن المذاهب کونسل د مذهبي چارو وزارت س??ه په اشتراك كړے ٶ۔ ك??فر??س ته د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان، د اسلامي نظرياتي کونسل چي??رم??ن ډاکټر قبله اياز، د مرکزي رويت هلال کمېټۍ چي??رم??ن مولانا سيد عبدالخبير آزاد، د اروپائي ائتلاف سفيرې اندرولا کېمونارا او نورو شخصياتو هم وېنا وكړه۔ ډاکټر عارف علويووئيل د نړۍ ټول مذهبونه د اولس ترمېنځه امن او د مذهبي همغږۍ درس وركوي، درسول اکرمۖ طريقه كار زمونږ لپاره د لارې مشال دے كوم چې خلفاﺀ راشدين هم جاري ساتلے۔ صدر مملکت ووئيل اسلام د مذهبي منافرت س??ت خلاف دے٬ په هند كښې د مسلماناو تاريخ مسخ كېږي او د دوي په ضد ظلم او تشدد روان دے او د دوي په ضد قوانين جوړېږي۔ ده ووئيل پاکستان مذهبي همغږۍ لپاره كرتارپور راهدري خلاصه كړې۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل دې ك??فر??س ته وېنا زما لپاره د اعزاز خبره ده۔ ده د روېت هلال کمېټۍ چي??رم??ن مولانا سيد عبدالخبير آزاد اود دوي ملګرو ته مباركي وركولو كښې ووئيل د دوي د پلار ارواښاد عبدالکبير آزاد هم په بېن المذهبي همغږۍ كښې بشپړ كردار ٶ او ھغوي د بېلا بېلو مذهبونو او مكاتب فكر خلق يو بل سره د تړلو هڅې كړي۔ صدر ووئيل نړۍ ته د ښه قيادت ضرورت دے٬ د مذهب، رنګ او نسل په بنياد د منافرت په شا د استحصال نظريه ده، انساني استحصال بندېدل پكار دې۔ په ك??فر??س كښې د بېلا بېلو مذهبونو تعلق لرونكو مذهبي مشرانو ٬ د مختلف مكاتب فكر ديني شخصياتو٬ سكالرانو او نورو په لويه شمېره ګډون كولو۔ د دې نه وراندې صدرد بېن المذاهبهمغږۍ ودې لپاره په ځانګړو خدمات بېلا بېلو شخصياتو ته اېوارډز هم وركړل٬ په ک??فر??س كښې په مکه، مېډرډ، اروپائي ائتلاف، پاکستان، ابوظهبي او د مراکش اعلاميې په رڼا كښې د ګډې يو?? اعلاميه هم خپره كړې شوه د كومې چې د ك??فر??س ګډون كوونكو په متفقه توګه ملاتړ وكړو