ملتان 20 نومبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې تحريك انصاف د جمهوريت مضبوطيا او د زور وروست پخواني نظام خاتمې لپاره د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې ټاكنې كول غواړي، مونږ د نوې ټېكنالوجې استعم??لو??و هڅه ??ړې چې دغسې راتلونكې ټاكنې سپېځلې وي. په ملتان كښې د بېلا بېلو دستورو په م??ال خارجه وزير په خپله وېنا كښې ووئيل چې مونږ تل لپاره په ټاكنو كښې د درغلې لفظ ختمول غواړو. ده ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيان د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت ??ري?? دوي د بهرنيو هېوادونو نه د اربونو روپو زر??بادله رالېږي، نو دوي ووټ ولې نه شي وركولې. ده ووئيل چې وزيراعظم د زړه په اخلاص د هېواد پرمختګ او د اولس فلاح لپاره كار كوي.ده ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول آيا د حكومت غلط اقدام دے، دوي ته د ووټ حق وركول د دوي بنيادي حق و.