اسلام آباد 17 نومبر(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پارليمان په شريكه غونډه كښې د اي وي اېم٬انتخابي اصلاحات بل پشمول د مهمو بلونو په منظورۍ قام او په خاص توګه سمندر پورې پاكستانيانو ته مباركي وركولو سره وئېلي دي د نن نه د ټاكنو پخوانې نظام ختم شو٬ راتلونكې ټول ټاكنې به په اي وي اېم كولې شي٬د انتخابي اصلاحاتو په اړه اپو??ېش?? منفي رويه خپله كړی وه٬په پارليمان كښې د 70 بلونو په منظورۍ اپو??ېش?? 70 ځله ماتې سره مخ ش??ے ٬د مارشل لاﺀ په ??ېږ?? كښې د پاللے شوو سياست تل د نورو په اوګو پاتې دے۔د شورو په ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې خبريالانو سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل نن د پاكستان د پارليماني تاريخ تر ټولو مهمه او تاريخي ورځ ده٬د پارليمان په شريكه غونډه كښې د اي وي اېم انتخابي اصلاحاتو بل پشمول د مهمو بلونو په منظورۍ ټول قام د مباركۍ حقدار دے٬د ډېرو هڅو نه پس نن بهر مېشته 90 لكه پاكستانيانو ته د ووټ حق كارولو قانون منظور ش??ے ٬په دې سمندر پورې پاكستانيانو ته مباركي وايم۔ده ووئيل د نن ورځې نه زمونږ د ټاكنو پخوانې نظام ختم ش??ے ٬د انتخابي اصلاحاتو په اړه مونږ يو نيم كال هڅې وكړی چې په دې اتفاق راپېدا كړے شي٬دې لپاره وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ سپيكر پشمول د پي ټي آئي ټولو مشرا??و هڅې وكړی خو له بده مرغه د اپو??ېش?? رويه منفي پاتې شوه او مونږ دا قانون يوازې منظور كړو۔ده ووئيل نواز شريف اينډ كمپني ټول عمر كركټ هم د خپلو ايمپائرانو نه بغېر نه دے كړے۔ د مارشل لاﺀ په ??ېږ?? كښې د پاللے شوو سياست تل د نورو په اوګو پات?? دے۔ده ووئيل مونږ سهار وئېلي وو چې بلاول او شهباز شريف ماتې خوړونكي خلك دي٬نن به په مهمو معاملو اپو??ېش?? خپله ماتې تر ډېرې موده ياده لري۔ده ووئيل نن ثابته شوه چې پاكستان تحريك انصاف د هېواد تر ټولو لويې ګوند دے٬پي ټي آئي نن د سېنېټ او قامي اسمبلۍ 223 رائے ښودلي چې په مقابل كښې يې د اپو??ېش?? د رايو شمېره ډېره كمه وه٬حكومت يوازې په اسمبلۍ كښې نه بلكې په سېنېټ كښې هم برے لري۔ده ووئيل كومو خلكو چې دا خوب ليدلو چې د سېنېټ چيئرمېن په ضد به د عدم اعتماد تحريك راوړي نن به د هغوي سترګې غړېدلې وي٬داسې خلكو ته به د خپل سياسي حېثيت پته لګېدلې وي۔ده ووئيل د اپو??ېش?? شيډول يوه اونۍ د پوځ په ضد بيانونه وركول او بله اونۍ پوځ سره ډيل كول دي٬درېمه اونۍ د عدليې په ضد ودرېدل دي او څلورمه اونۍ عدليې سره ډيل كول دي٬د اپو??ېش?? مشرتابه انحطاط سره مخ دے۔د اطلاعات وزير ووئيل په ملاتړ كولو د اتحاديانو مننه كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټاكنې به څنګه كېږي دا پريكړه به پارليمان له كول وي۔ټاكنې كول د الېكشن كمېشن كار دے