فېصل آباد 07 نومبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې حكومت احساس پروګرام لپاره 250 اربه روپې بېلې كړې دي، لوړو زده كړو لپاره سكالرشپ وركولې شي، د هېواد پرمختګ لپاره د مېرمنو ليك لوسته ضروري ده. د رحمة للع??لم??ن ﴿ص﴾ سكالرشپ دستورې ته په خپله وېنا كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې زده كوونكو ته لوړو زده كړو لپاره سكالرشپس وركولې شي، مونږ غواړو چې د سړو پشان ليك لوسته كولو سره مېرمنې هم په قومي چوكاټ كښې وړاندې راشي. ده ووئيل چې ټولې تعليمي وظيفې په مېرټ وركولې شي، د سكلز فار آل له مخې په ټول هېواد كښې ځوانانو ته فني تربيه وركولې شي. ده ووئيل چې د اوسني حكومت په دور كښې د آئي ټي په ??رآ??داتو كښې اضافه شو?? ده. د كامياب ځوان پروګرام له مخې ځوانانو ته قرض وركولې شي. ځوانان بغېر د ګارنټۍ نه تر لس لكه قرض ترلاسه كولې شي. ده ووئيل چې حكومت كامياب ځوان پروګرام لپاره 100 اربه روپې بېلې كړې دي، د د?? پروګرام له مخې 28000 كسانو ته اربونه روپې قرض جاري كړے شو??.