اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراع??م عمران خان امر كړے چې د ګڼ منزله ودانيو جوړولو لپاره ضروري قوانين زر تر زره نافذ كړئ٬ وفاقي حكومت دې ملازمانو له معياري استوګنې باوري كولو لپاره هر ممكن اقدامات وكړي ۔ د جمعې په ورځ د وزيراع??م عمران خان په مشرۍ ??ښې د پاکستان پبلک ورکس ډيپارټمنټ (پي ډبليو ډي) چارو پحقله د جاج اغستو غونډه شوې۔ په دې موقع وزيراع??م ووئيل حكومت د پبلک سيکټر ملازمانو ته د ښو آسانيو وركولو په پاليسۍ كار كوي ٬ دې مقصد لپاره پي ډبليو ډي په يو سمارټ او موثره تنظيم بدلوٶ۔ دغسې په دې مهال وزيراعظم اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې ھغوي د وفاقي حكومت د ټولو استوګنو مناسب پالنه باوري كړي۔ په غونډه ??ښې وفاقي وزيرانو چوهدري طارق بشير چيمه، اسد عمر، د خزانې سلاحكار شوکت فياض ترين، د هاٶسنګ پارلماني سېكرټري تاشفين صفدر، د نيا پاكستان هاٶسنګ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انور علي حېدر (ر) او اړوند چارواكو ګډون كولو