اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان وئيلي دي د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو كښې د داعش موجودګي د طالبانو حكومت لپاره تر ټولو لوي خطر دے، داعش د اكتوبر په 8مه نېټه هم په افغانستان كښې لوي بريد كړے، طالبانو د داعش په ضد د سختې كارروائې كولو عزم څرګند كړے او ??البانو څو ځ??ه وئيلي دي دوي به چا ته هم افغان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي، د طالبانو حكومت تسليم كولو په اړه كوم ټائم فرېم نه شو وركولے، په دې معامله د پاكستان ، چين او ??وسيې نظر يو دے خو مونږ له به نړيوالو او ??يمه ايزو هېوادونو سره په اتفاق مخ په وړاندې تلل وي. د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د طالبانو حكومت لپاره د اقتصادي او ??نساني ستونزو چېلنجونه موجود دي، خو اوس په افغانستان كښې د بهترې اثار په نظر راځي. د امريكې لخو?? د ??ثاثو منجمد كولو له امله په افغانستان كښې كاروباري چارې او ?? بېنكونو ټرانزېكشنز د معمول ل?? مخې نه دي او په دې وجه خلق ستونزو سر?? مخ دي، كه امريكا په جزوي توګه هم اثاثې بحال كړي نو دې سره به د افغان اولس د ستونزو حل كولو له مرسته تر لاسه شي. منصور احمد خان ووئيل وزيراعظم عمران خان هم څو ځ??ه نړۍ ته وئيلي دي بايد نړۍ افغانستان سره په اقتصادي روابطو زياتولو كښې د دوي مرسته وكړي. ده ووئيل داعش طالبانو لپاره لوي خطر دے، د امريكې او ??رتانيې استخباراتو په سرېن?? د ??ريد اندېښنه ښودلې او ??پلو وګړو ته ئې د سرينا څخه د لرې پاتې كېدو هدايت كړے. پاكستاني سفير ووئيل طالبان هم نړيوالې ټولنې سره په رابطه كښې دي، د تېرو دوه ورځو په مهال هم د طالبانو اعلٰی پلاوي په دوحه كښې امريكې سره مذاكرات كړي چې پكښې د افغانستان په اوسني صورتحال خبرې شوي. ده ووئيل نړيواله ټولنه او ??ياتره سيمه ايز هېوادونه خيال لري چې پخواني شخصيات دې د حكومت برخه وګرځولے شي خو د طالبانو نظر مختلف دے. طالبان غواړي چې د شخصياتو په ځائ دې ټولنې او قبيلې په حكومت كښې شاملې كړې شي. دوي په لنډ مهاله حكومت كښې هم نورې ټولنې شاملې كړې دي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل داعش وي يا ټي ټي پي، اي ټي آئي اېم ، آئي يو اېم دا نه يوازې افغانستان بلكې د منطقې سلامتيا لپاره چېلنجونه دي، په دې لړ كښې د شريكې حكمت عملې خپلولو ضرورت دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټي ټي پي په پاكستان كښې ترهګري كوي، پاكستان تل د افغانستان څخه غوښتنه كړې چې دا خلق دې پاكستان ته وسپارلے شي.