نيويارك/اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 76مې غونډې په مهال د بېلجيئم نائب وزيراعظمې او خا??جه وزيرې سوفي وليمز سره ملاقات كړے. د خا??جه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په رامخې ??ه شوي صورتحال خبرې ??شوې. په دې موقع خا??جه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان بېلجيئم په اروپائي اېتلاف كښې د پاكستان مهم تجارتي شراكتدار ګڼي. ده ووئيل چې مونږ د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې د اقتصادي ترجيحاتو اېجنډې ته پام كړے. ده د پاكستان او بېلجيئم ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې په زياتولو ټينګار وكړو. خا??جه وزير جي اېس پي پلس درجې په لړ كښې د پاكستان په ملاتړ كولو د بېلجيئم د نائب وزيراعظمې او خا??جه وزيرې ??ننه هم وكړه. دواړو خا??جه وزيرانو د افغانستان په اوسني صورتحال هم خبرې ??كړې. شاه محمود قريشي ووئيل چې په افغانستان كښې امن د پاكستان پشمول ټولې منطقې لپاره د خاص اهميت وړ دے. په افغانستان كښې د انساني او اقتصادي بحران خطر په نظر كښې ساتلو سره بايد نړيواله ټولنه د افغان اولس مرستې لپاره كوټلي او موثر اقدامات وكړي. خا??جه وزير ووئيل چې په دې سخت وخت كښې د افغان اولس انساني او معاشي مرسته به د نړيوالې ټولنې لخوا د مثبت پېغام رسولو ذريعه ثاب??ه شي. د بېلجيئم نائب وزيراعظمې او خا??جه وزيرې د كابل څخه د بېلجيئم د سفارتي عملې په محفوظه انخلا كښې د پاكستان لخوا په مرسته د خا??جه وزير شاه محمود قريشي او د پاكستاني مشرتابه مننه هم وكړه. دواړو خا??جه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو د استحكام او د سيمه ايز صورتحال په اړه په مشاورت روان ساتل?? اتفاق هم وكړو.