اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي) د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان او د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئېلي دي د سېنېټ په قائمه كمېټۍ كښې د ا?? وي اېم په اړه اوسمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو بل په ځنډولو قانوني سازي بلډوز كړې شوې۔د صدرمملكت خطاب لپاره د پارليمان شريكې غونډې نه پس به دا بل د پارليمان شريكې غونډې منظورولو لپاره لېږلے شي۔بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له باور وركوو چې هغوي ته به د ووټ حق ضرورت ترلاسه كېږي٬اپوزېشن بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو څخه يرېږي ځكه چې دغه ووټونه به عمران خان ته ترلاسه كېږي۔د جمعې په ورځ پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان د اصلاحات په اړه ووئيل د قائمه كمېټۍ څخه په بل يو تجويز هم د ا??وزېشن د اړخه نه دې راغلے۔قامي اسمبلۍ څخه د بل منظورېدو نه پس په 90 ورځو كښې د سېنېټ څخه د دې منظورول ضروري دي٬مونږ نوے روايت جوړ كړو او د سېنټ قائمه كمېټۍ ته وړاندې شووچرته چې مونږ د ا??ېكشن كمېشن پورته كړي اعتراضات ورمخې ته كړل٬ خو داسې په وړومبي ځل شوي جې كومې ادارې لپاره مونږ قانون سازي كول غواړو هغې د غونډې څخه بائيكاټ وكړو۔ده ووئيل د كمېتۍ چيئرمېن د بلوچستان څخه مېرمنې سناتورې له د وېډيو لنك د لارې د ووټ حق وركولو څخه انكار كړے۔نن د سپريم كورټ كاروائي د وېډيو لنك د لارې كېږي٬اپوزېشن په وړومبي ځل حكومتي قانون سازي بلډوز كړې٬د دې عمل څخه اپوزېشن بې نقابه شوے۔ ده ووئيل په ټګۍ سره د ا??وزېشن ليډر جوړېدو تورونهپه يو بل لګوونكېاوس يو بل مني ۔دوي يرېږي چې په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ووټ به عمران خان ته ترلاسه شي۔ په هغه كسانو زيرے كوم چې دا بل به د پارليمان شريكې غونډې ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل په 13 ستمبر د پارليمان شريكه غونډه رابللې كېږي چرته به چې اولس م??ر د خپل خطاب څخه د څلورم پارليماني كال اغاز كوي٬د دې نه پس به د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې شي۔ده ووئيل دا يو اتفاق دے چې يو پلو اصلاحات كوو او بل پلو سټېټس كو د هغې مخالفت كوي ۔ده ووئيل حكومت د سپريم كورټ د احكاماتو له مخې زر تر زره دا قانوني سازي كوي٬حكومت د قانون سازۍ لپاره چمتو دے خو اپوزېشن د دې په بدل كښې اېن آر او غواړي۔وفاقي وزير اعظم سواتي ووئيل د پاكستان د جمهوريت بقاﺀ او د سپيځلو ټاكنو لپاره حكومت اصلاحات كوي۔تېر كال اكتوبر كښې 49 بدلونونه پارليمان ته وړاندې كړے شوي۔صدر د دوو كلونو راهسې د ا?? وي اېم لپاره پرله پسې په ايوان صدر كښې غونډې كوي چې پكښې ملكي او غېر ملكي پوهان ګډون كوي۔ده ووئيل ا??يك??رانك ووټنګ مشينونه د ا??ېكشن كمېشن د حاجتونو له مخې جوړ شوي ۔ د سپريم كورټ پريكړې په رڼا كښې سپيځلو ټاكنو لپاره ټېكنالوجي پلو تللو ته اړتيا ده خو دا د ا??ېكشن كمېشن اختيار دے چې د خپل معيار له مخې د ا??يك??رانك ووټنګ مشينونو انتخاب وكړي۔ده ووئيل د سپريم كورټ په امر عمل كولو سره به مونږ اپوزېشن له ماتې وركوو۔د كال 2023 ټاكنې به په سپيځلې ډول كېږي