اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي يو ??من ناك محفوظ او مستحكم افغانستان د پاكستان او سيمې لپاره مهم دے٬ پاكستان به د افغانستان معاشي ښه والي٬بشري اسانيو او مرستې لپاره خپل كردار روان ساتي۔ده د زيارت په ورځ د ق??ر نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره د ملاقات په مهال د خي??لاتو څر??ند??نه كوله۔په دې مهال د افغانستان پرمختګ او د پاكستان او قطر ترمينځه په بېلو څانګو كښې په اړيكو د خي??لاتو څر??ند??نه وشوه۔وزيراعظم په دې موقع د ق??ر امير لپاره د نيكو هيلو څر??ند??نه وكړه۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د افغان شخړې له امله ستونزو سره مخ ؤ ٬يو ??من ناك٬محفوظ او مستحكم افغانستان د پاكستان او سيمې لپاره مهم دے۔د افغانستان بدل شوي صورتحال په حقله وزيراعظم زور راوړو چې د امنيتي صورتحال استحكام له د انساني بحران مخ نيوے او د معيشت قوي كول مهم دي ۔ده ووئيل پاكستان به د افغانستان مرستې او بشري اسانيو لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د افغانانو سره د يو والي لپاره اودرېږي او په افغانستان كښې امن٬استحكام او معاشي پرمختګ باوري كولو لپاره ګامونه پورته كړي او مثبت خبرې وكړي۔وزيراعظم افغان ??من عمل كښې د ق??ر كردار وستائېلو۔ده د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان او په اولسي كچه د رابطو زياتولو په حاجت هم زور راوړو۔په دې موقع د ق??ر نائب وزيراعظم سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان مهم كردار او هڅې وستائېلې۔ دغسې ده په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو د پاكستان سره د نزدې رابطو ساتلو په اړه د خپل عزم پخلے وكړو۔