اسلام آباد01ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وز??ر شوكت ترين وئېلي دي جنرل سېلز ټېكس ??را??رولو كښې د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمينځه مرستې ته اړتياده۔ده دا خبره د شورو په ورځ د نېشنل ټېكس كونسل وړومبنۍ غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د پنجاب د خزانې وز??ر مخدوم هاشم جوان بخت٬د خېبرپښتونخوا د خزانې وز??ر تيمور خان جهګړا٬د بلوچستان د خزانې وز??ر٬د سن??ھ د خزانې سېكتر٬د سن??ھ بورډ آف ريونيو چيئرمېن٬د خزانې وفاقي سېكتر٬د اېف بي آر چيئرمېن او نورو چارواكو ګډون وكړو۔د خزانې وز??ر د ګډون كوونكو مننه وكړه او جنرل سېلز ټېكس كښې همكارۍ پېدا كولو لهئې د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمينځه د مرستې په حاجت زور راوړو۔ده هيله څرګنده كړه چې د نېشنل ټېكس كونسل د سيوري لاندې به وفاق او صوبائي حكومتونه كاروباري لګښت كمولو او كاروباري كسانو له آسانيو وركولو لپاره مختلفو ټېكسونو له په ګډه كار وكړي۔د خزانې سېكتر محمد يوسف د نېشنل ټېكس كونسل په ټرمز آف ريفرنس رڼا واچوله او تراوسه پېشرفت په اړه يې خبر غونډه كړه۔صوبائي وز??رانو د وفاقي حكومت د دې اقدام هركلے وكړو او د هېواد ښه والي او معيشت كښې پېشرفت لپاره يې د اېن ټي سي د سيوري لاندې كار كولو او مخ په وړاندې تللو له د مرستې باور وركړو